منځنی ختیځ
3 دقیقې خواندن
حوثیانو د امریکا د یوې پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتلو نه خبر ورکړ
د یمن حوثیانو د سې شنبې په ورځ ادعا وکړه چې دوی د امریکا یو بل MQ-9 ریپر ډرون ویشتلی ده. حوثیانو پداسې حال کې د امریکايي ډرون د ویشتلو خبر ورکړی دی  چې امریکا د دې ډلې په نښه کولو لپاره شدیدو هوایي بریدونو ته دوام ورکوي.
حوثیانو د امریکا د یوې پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتلو نه خبر ورکړ
/ Reuters
1 اپریل 2025

ویل کیږي دا امریکايي ډرون د یمن د مارب په جګړه ځپلې سیمه کې ویشتل شوې ده . نوموړې الوتکه د امریکا لخوا  د یمن د پلازمینې صنعا او د حوثیانو د قوي مرکز صعده ښار په شاوخوا کې د هوایي بریدونو نه وروسته وویشتل شوه.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ حوثیانو او د دوی اصلي مرستندویه، ایران دواړو ته یو نوی خبرداری ورکړ، او دا ډله یې د مارچ په ۱۵مه پیل شوي بریدونو کمپاین له امله "له منځه تللې" وبلله.

ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ ویب پاڼه ټروټ سوشیل کې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې  "د دوی ډیری جنګیالي او مشران نور زموږ پدې نړۍ کې  نشته." "موږ هره ورځ او شپه دوی په نښه کوو .

د دوی وړتیاوې چې په سیمه کې ټرانسپورتي چارې او ټوله سیمه ګواښي په چټکۍ سره له منځه وړل کیږي. زموږ بریدونه به تر هغه دوام وکړي تر څو چې دوی نور د تګ راتګ آزادۍ ته ګواښ نه وي."

هغه زیاته کړه: "د حوثیانو لپاره انتخاب روښانه دی: په امریکایي کښتیو بریدونه بند کړئ، او موږ به په تاسو بریدونه بند کړو. که نه نو، دا یوازې پیل دی، او اصلي بریدونه  تر اوسه پیل شوي ندي. دا هم  د حوثیانو او په ایران کې د دوی د ملاتړو دواړو لپاره دي."

ټي آر ټي ګلوبل د حوثیانو په وینا  لیکلي دي چې د امریکا هوایي بریدونه تیره شپه د یمن په پلازمینې صنعا دوام پیدا کړ، چې  په نتیجه کې لږترلږه یو تن وژل شوی دی.

د یمن پلازمینه صنعا  باندې پدې بریدونو کې چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د حوثیانو په کنټرول کې ده، څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

حوثیانو ادعا وکړه چې دوی یو بل امریکایی ډرون ویشتی دی

حوثیانو  ادعا وکړه چې دا ډرون الوتکه د مارب په ولایت کې ویشتې ده، چې د تیلو او ګازو ساحې لري چې لاهم د یمن د جلاوطن مرکزي حکومت د متحدینو تر کنټرول لاندې دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونو  کې د شپې اورونه ښودل شوي، چې یو یمني سړی ادعا کوي چې ډرون ویشتل شوی دی.

د حوثیانو د پوځي ویاند برید جنرال یحیی سیري په جلا توګه ادعا وکړه چې ددوې ځواکونو یوه پرمختللې امریکايي ډرون الوتکه ویشتې ده.

سیري وویل  حوثیانو  دا  ډرون په "یو مناسب سیمه ایز جوړ شوی توغندی." په نښه کړې ده.

ایران بیا حوثیانو ته  د وسلو ورکولو څخه انکار کوي، که څه هم د تهران لخوا جوړ شوي وسلې د جګړې په ډګر او د ملګرو ملتونو د وسلو بندیز سره سره یمن ته د شیعه حوثي ډلې لپاره د سمندري بار وړونکو کښتيو سره لیږل کیدې.

د امریکا اردو اسوشیټیډ پریس ته ومنله چې د ریپر د غورځولو راپورونو څخه خبر دی، مګر د نورو تبصرو کولو څخه یې ډډه وکړه.

جنرال اتومکس ریپرز، چې هر یو یې شاوخوا 30 میلیون ډالر قیمت لري، کولی شي د ۴۰ زرو فوټ یا ۲۱زره مترو په لوړوالي کې الوتنه وکړي او د ۳۰ ساعتونو څخه ډیر په هوا کې پاتې شي.

الوتکې د کلونو لپاره د امریکا اردو او سي آی اې لخوا په افغانستان، عراق او اوس یمن کې کارول کیږي.

حوثیان ادعا کوي چې په تیرو کلونو کې یې په ټول هیواد کې ۲۰ MQ-9 الوتکې غورځولي دي، چې ۱۶ یې د غزې په وړاندې د اسراییلو د جګړې په جریان کې غورځول شوي دي. د امریکا پوځ د هغو بې پیلوټه الوتکو ټول شمیر نه دی منلی چې هلته یې له لاسه ورکړي دي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us