نړۍ
2 دقیقې خواندن
د پاکستان د پنجاب په ایالت کې د سیلابونو له امله په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پاکستان کې د سختو بارانونو له امله ۵۴ کسان مړه شوي دي، چې د جون په وروستیو کې د مانسون د موسم له پیل راهیسې د مړو شمېر شاوخوا ۱۸۰ ته رسېدلی دی دا خبره د حکومت د  ناورین  ادارې لخوا د  پنجشنبې په ورځ کړل شوه.
د پاکستان د پنجاب په ایالت کې د سیلابونو له امله په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی
/ AP
9 ساعته مخکې

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پاکستان کې د سختو بارانونو له امله ۵۴ کسان مړه شوي دي، چې د جون په وروستیو کې د مانسون د موسم له پیل راهیسې د مړو شمېر شاوخوا ۱۸۰ ته رسېدلی دی دا خبره د حکومت د  ناورین  ادارې لخوا د  پنجشنبې په ورځ کړل شوه.

د پنجاب په ځینو برخو کې له چهارشنبې سهار راهیسې د بارانونو دوام د ښاري سېلابونو لامل شوی دی. په راولپنډۍ ښار کې، چې د پلازمېنې اسلام‌اباد ترڅنګ پروت دی، د یوه سیند ترڅنګ اوسېدونکو ته امر شوی چې د اوبو د کچې د چټک لوړیدو له امله خپل کورونه پرېږدي.

د ملي ناورین د مدیریت ادارې یوې ویاندې د ای ایف پي خبري اژانس ته وویل: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول پاکستان کې ۵۴ کسان مړه او ۲۲۷ نور ټپیان شوي دي، چې ډېری مړینې په پنجاب کې ثبت شوې دي.

هغې وویل چې د جون د ۲۶مې راهیسې د مانسون د موسم له پیل څخه تر اوسه پورې شاوخوا ۱۸۰ کسان مړه شوي دي، چې په دې کې ۷۰ ماشومان شامل دي، او شاوخوا ۵۰۰ کسان ټپیان شوي دي.

د راولپنډۍ حکومت د پنجشنبې په ورځ عامه رخصتي اعلان کړه ترڅو خلک په کورونو کې پاتې شي، په داسې حال کې چې د هېواد د هوا پېژندنې ملي ادارې خبرداری ورکړی چې تر جمعې پورې به سخت بارانونه دوام وکړي.

حکومت وویل: "د خطرناکو سیمو اوسېدونکي باید د بیړني حالت لپاره د درې څخه تر پنځو ورځو پورې د خوراکي توکو، اوبو او اړینو درملو سره بیړنۍ کڅوړې چمتو کړي."

په ۲۰۲۲ کال کې د مانسون سېلابونو د هېواد درېیمه برخه لاندې کړه او ۱۷۰۰ کسان یې ووژل.

مانسون یو موسمي هوايي حالت دی چې د جون څخه تر سپټمبر پورې هر کال په جنوبي اسیا کې سخت بارانونه راولي.

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us