د امریکا په میشګان ایالت کې په یو سوداګریز مرکز کې د چړې د برید له امله لږ تر لږه ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.
چارواکو وویل، د میشیګان ایالت په منځني لویدیځ برخه کې د والمارټ په یوه پلورنځي کې د چړې په برید کې لږترلږه ۱۱ کسان ټپیان شوي دي. پولیسو ویلي دي چې ددې پیښې په تړاو یو شکمن کس نیول شوی دی.
د مونسن روغتیايي مرکز د شنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې په یوه بیان کې وویل: "موږ تاییدولی شو چې د ټراورس ښار کې د برید وروسته ۱۱ تنه ټپیان د درملنې په موخه دې مرکز ته راوړل شوي دي".
د میشیګان ایالت پولیسو وویل چې چارواکي د ټراورس ښار په والمارټ پلورنځي کې د " د چړې د برید " په اړه پلټنه کوي.
پولیسو زیاته کړه: "شکمن کس په توقیف کې دی، جزئیات دا مهال محدود دي."
د میشیګان ایالت والي ګریچین ویټمر وویل چې هغه د پیښې په اړه د تازه معلوماتو لپاره د پولیسو سره په تماس کې ده.
"زه د ټراورس ښار څخه د وحشتناک خبرونو په اړه د قانون پولیسو سره په تماس کې یم. زموږ زړونه د قربانیانو او د تاوتریخوالي له دې ظالمانه عمل څخه ځوریدونکي ټولنې سره دي،"
ایالت والي ویلي دي چې "زه د لومړي ځواب ویونکو څخه مننه کوم چې د شکمن کس د نیولو لپاره یې چټک غبرګون وښود."
هغې وروسته وویل چې هغه به د وضعیت څارنه ته دوام ورکړي.
ټراورس ښار د میشیګان جهيل او نورو لویو جهيلونو ته د نږدېوالي له امله د ګرځندویانو یو مشهور ځای دی.