د نایجریا په شمال کې وسلوال یرغل: لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شوي.
د نایجیریا د پوځ د ځمکنۍ او هوایي برخې ځواکونو ګڼ ځوابي عملیات ترسره کړي او په نښتو کې یې "لسګونه غله له منځه وړي دي."
په نایجیریا کې د امنیتي سرچینو او یوه سیمهییز چارواکي د راپور له مخې، د دغه هېواد په شمال کې وسلوالو کسانو په درې پوځی اډو یرغل کړی چې له امله یې لږ تر لږه ۱۷ سرتېري وژل شوي دي. هغوی ویلي، دا برید د تاوتریخوالي له پېښو ډکه سیمه کې تازه حمله ده.
په شمال لویدیځ کې فعالې وسلوالې ډلې چې ځایي خلک یې "غله" بولي، اکثره د تاوان لپاره د انسان تښتونې او د امنیتي ځواکونو پر وړاندې بریدونو له امله پېژندل کېږي.
د نایجیریا پوځ دغه بریدونه د سه شنبې په ورځ تایید کړل خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
پوځي اعلامیه کې راغلي: "له بده مرغه، زموږ ځینې زړور جنګیالي د ورځې په اوږدو جګړو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. څلور نور سرتېري چې په جګړه کې ټپیان شوي، دا مهال د مرمیو زخمونو له امله تر درملنې لاندې دي."
دوو امنیتي سرچینو ویلي، وسلوالو کسانو د نایجیریا د نیجر ایالت په کوانر دوتسې ماریګا او بوکا سیمو کې او د ګاونډي کادونا ایالت په یوه بله اډه کې د پوځ پر مخکښو عملیاتي اډو ناڅاپي بریدونه کړي او له پوځیانو سره یې څو ساعته جګړه کړې ده.
په نایجیریا کې د امنیتي وضعیت خرابوالی
سرچینو او د ماریګا ولسوالۍ مشر عباس کسوور ګربا ویلي، چې ټول ۱۷ وژل شوي پوځیان د کوانر دوتسې ماریګا اډې پورې اړه لري. د نیجر ایالت یوه پوځي چارواکي ویلي: "دا یو کمین وه. له هر لوري یې د درنو وسلو بریدونه وکړل."
همداراز، د نایجیریا پوځ ویلي، چې ځوابي عملیات یې کړي او ګڼ وسلوال یې وژلي دي.
په نایجیریا کې د خرابېدونکي امنیتي وضعیت لامل دا هم دی چې پوځ هممهاله له وسلوالو ډلو سره په جګړه کې بوخت دی، او همداراز په شمال ختیځ کې له بوکو حرام او د داعش له اړوندو ترهګریزو ډلو سره مبارزه کوي. په نیجر ایالت کې، په هغو سیمو کې چې د بوکو حرام ترهګر پکې فعالیت لري، پر پوځي پرسونلو کمینونه کېږي.