نړۍ
3 دقیقې خواندن
د اټومي وسلو مخالفې ډلې پر جاپان په استعمال شوو اټومي بریدونو کې وژل شوو ۳۸۰۰۰ ماشومانو درناوی وکړ.
د نوبل جایزې ګټونکي د اټومي وسلو ضد ډلې د سه شنبې په ورځ د هغو ۳۸,۰۰۰ ماشومانو لپاره  چې د جاپان په هیروشیما او ناګاساکي  د امریکا د اټومي بمونو بریدونو کې وژل شوي وو په درناوي په انلاین ډول یادګار په جوړولو پیل وکړ
د اټومي وسلو مخالفې ډلې پر جاپان په استعمال شوو اټومي بریدونو کې وژل شوو ۳۸۰۰۰ ماشومانو درناوی وکړ.
/ AP
1 جولای 2025

د اټومي وسلو مخالفې ډلې پر جاپان په استعمال شوو اټومي بریدونو کې وژل شوو ۳۸۰۰۰ ماشومانو درناوی وکړ.

 د نوبل جایزې ګټونکي د اټومي وسلو ضد ډلې د سه شنبې په ورځ د هغو ۳۸,۰۰۰ ماشومانو لپاره  چې د جاپان په هیروشیما او ناګاساکي  د امریکا د اټومي بمونو بریدونو کې وژل شوي وو په درناوي په انلاین ډول یادګار په جوړولو پیل وکړ. دا نوښت راتلونکې میاشت د دې پېښې د ۸۰مې کلیزې په مناسبت ترسره شو.

د اټومي وسلو د ختمولو نړیوال کمپاین (ICAN) په یوه بیان کې وویل چې په دې یادګار کې د ۴۰۰ څخه زیاتو ماشومانو پروفایلونه شامل دي چې د هغوی د ژوند، "دردناکو مړینو او د پاتې کورنیو غړو د غم" په اړه معلومات وړاندې کوي.

د اټومي وسلو د ختمولو نړیوال کمپاین ویلي دي "د دې زړه بوږنوونکو کیسو په شریکولو سره، موږ هیله لرو چې د هغوی یادونه ژوندۍ وساتو او د اټومي وسلو د بشپړ له منځه وړلو لپاره هڅې وکړو — کوم چې د نړیوالو کړکېچونو په زیاتېدو سره یوه ډېره مهمه اړتیا ده."

د امریکا  لخوا د ۱۹۴۵ کال د اګست په ۶ او نهمو نیټو د جابان په هیروشیما او ناګاساکي ښارونو باندې اټومي بمونه وغورځول شول — دا یوازینۍ پېښې وې چې اټومي وسلې په جګړه کې وکارول شوې. جاپان څو ورځې وروسته تسلیم شو.

شاوخوا ۱۴۰,۰۰۰ کسان په هیروشیما او شاوخوا ۷۴,۰۰۰ نور په ناګاساکي کې ووژل شول، چې په دې کې هغه کسان هم شامل دي چې د چاودنو څخه ژوندي پاتې شول خو وروسته د وړانګو له امله مړه شول.

د هیروشیما او ناګاساکي چارواکو معلومات په  حواله د شاوخوا ۲۱۰,۰۰۰ قربانیانو څخه، شاوخوا ۳۸,۰۰۰ ماشومان وو .

واشنګټن هیڅکله د دې بمبارۍ لپاره بخښنه نه ده غوښتې.

د آنلاین پلیټفارم لیدونکي کولی شي د یو ځانګړي کرین آیکون په کلیک کولو سره د ماشومانو پروفایلونه ولولي، چې د ۴۲۶ ماشومانو څخه د ۱۳۲ ماشومانو عکسونه هم پکې شامل دي، چې عمرونه یې له کوچنیانو څخه تر ځوانۍ پورې دي.

په دې ماشومانو کې یو هم تاداکو تامینو دی، چې د هیروشیما د اټومي بمبارۍ دوه ورځې وروسته د خپلې مور په غېږ کې په دردناکه توګه د ۱۳ کلنۍ په عمر کې وفات شو.

د میزوماتچي کورنۍ شپږ ماشومان د ناګاساکي په اټومي بمبارۍ کې ووژل شول. یوازې یوه نجلۍ، ساچیکو، چې ۱۴ کلنه وه، ژوندۍ پاتې شوه.

دا نوښت وروسته له هغې پیل شو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اونۍ د ایران د اټومي تاسیساتو په اړه د واشنګټن برید د هیروشیما او ناګاساکي بمونو سره پرتله کړ.

ټرمپ په هاګ کې وویل: "په حقیقت کې، که تاسو هیروشیما ته وګورئ، که تاسو ناګاساکي ته وګورئ، تاسو پوهېږئ چې دې هم یوه جګړه پای ته ورسوله."

دا څرګندونې د ژوندي پاتې شویو کسانو غوسه راوپاروله او په هیروشیما کې یوه کوچنۍ مظاهره وشوه. د ښار شورا هغه څرګندونې وغندلې چې د اټومي بمونو کارول توجیه کوي.

د اټومي وسلو د ختمولو نړیوال کمپاین په ۲۰۱۷ کال کې د نوبل د سولې جایزه وګټله. تېر کال، دا جایزه نیهون هیدانکیو ته ورکړل شوه، چې د هیروشیما او ناګاساکي د ژوندي پاتې شویو کسانو یوه ولسي خوځښت دی.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us