اقتصاد
2 دقیقې خواندن
د تورکيې ولسمشر په تور سمندر کې د طبیعي ګاز د نوې زېرمې د موندل کیدو زیری ورکړ
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په تور سمندر کې یې د ۷۵ میلیارد مکعب متره نوي طبیعي ګاز زیرمه موندلې ده.
د تورکيې ولسمشر په تور سمندر کې د طبیعي ګاز  د نوې زېرمې د موندل کیدو زیری ورکړ
/ AA
9 ساعته مخکې

ولسمشر اردوغان وویل: "موږ په دې سیمه کې د ۷۵ میلیارد مکعب متره طبیعي ګاز نوې زیرمه موندلې ده. د دې مقدار په مرسته به موږ وکولی شو یوازې د کورونو اړتیاوې د نږدې درې نیمو کلونو لپاره پوره کړو." هغه دا خبرې د استانبول د فزیکي درملنې او بیا رغونې د روزنې او څېړنې روغتون د پرانیستې پر مهال وکړې.

اردوغان زیاته کړه: "زموږ کار په تور سمندر کې  د ګوکچه -۳ څاه  کې چې د مارچ په ۲۷مه د عبدالحمید خان په نوم د اووم نسل د برمه کولو کښتۍ په مرسته پیل شوی و، پرون بشپړ شو."

ولسمشر اردوغان د انرژۍ په برخه کې د انقرې د خپلواکۍ ژمنتیا ته اشاره وکړه او ویې ویل: "موږ به خپل هدف ته د رسېدو لپاره پرته له درېدلو، پرته له ستړیا او پرته له دې چې نیوکو یا خنډونو ته پام وکړو، خپل کار ته دوام ورکړو ترڅو تورکیه د انرژۍ په برخه کې په بشپړ ډول  خپلواکه شي."

د انرژۍ خپلواکۍ په لور

په وروستیو کلونو کې، تورکیې په تور سمندر کې د پام وړ ګاز موندنې اعلان کړی، چې د ۷۱۰ میلیارد مکعب متره اټکل شوې زیرمې یې څرګندې کړې دي. اوس مهال، د هېواد کورنی ګاز تولید د هېواد د طبیعي ګاز اړتیاوو شاوخوا ۷-۸ سلنه پوره کوي، چې دا د انرژۍ خپلواکۍ په لور یو مهم ګام دی او د وارداتو پر وړاندې د اتکا کمولو هڅه کوي.

دغه هېواد په دې وروستیو کې د خپل انرژۍ راتلونکې خوندي کولو لپاره دوه مهمې مایع طبیعي ګاز (LNG) معاملې ترسره کړې دي، چې د سیمه ییز انرژۍ مرکز جوړېدو لپاره یې هڅې پیاوړې کړې دي.

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us