نړۍ
4 دقیقې خواندن
پاکستان د کشمیر په حمله کې له هند سره د شخړې پر مهال امنیتي کمیټه راغونډوي
د پاکستان پر وړاندې د هند د دیپلوماتیک تدبیرونو اعلان، د کشمیر په هند اداره شوي برخه کې د توریستانو پر وړاندې د وژنې پېښې له امله، چې اسلام آباد یې د "غلط بیرغ" عملیات بولي.
پاکستان د کشمیر په حمله کې له هند سره د شخړې پر مهال امنیتي کمیټه راغونډوي
Pakistan denies India charges of sponsoring terrorism. / AP
24 اپریل 2025

پاکستان د هند تر ولکې لاندې په جمو او کشمیر کې د خونړي برید نه وروسته د هند د حکومت لخوا پر دوې د لګول شوو بعضو ډیپلوماتیکو اقداماتو ته د مناسب ځواب ورکولو په موخه به د خپل ملي امنیت کمیټې نادره غونډه رابللې ده.

دغه کمیټه چې د لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو څخه جوړه ده ، یوازې د بهرني ګواښ یا لوی ترهګریز برید په صورت کې راغونډیږي. د پاکستان د ماليې وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وویل دا کمیټه به نن د پنجشنبې ورځ غونډه وکړي.

دا پرېکړه څو ساعته وروسته د هغه وشوه کله چې هند د چهارشنبې په ورځ، پرته له کومې شواهد وړاندې کولو، د پاکستان پر وړاندې ډیپلوماتیک اقدامات اعلان کړل. هند اسلام آباد د "پولې پورې غاړې ترهګرۍ" په ملاتړ تورن کړ، وروسته له هغې چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د سیلانیانو پر وړاندې یو خونړی برید وشو.

د شکمنو یاغیانو لخوا ترسره شوی  دې برید ؤ د دواړو اټومي وسلو لرونکو هېوادونو ترمنځ اړیکې  چې په تېرو څو کلونو کې تر ټولو خرابې کچې ته رسیدلي  دي، لا پسې خرابې کړي  او ځینې خلک اندېښنه لري چې د هند ډیپلوماتیک اقدامات ښايي د نورو ګامونو پیل وي چې د پوځي اقدام خطر هم لري.

د هند اقدامات، چې پکې د اوبو د شریکولو د یوې مهمې تړون ځنډول او د اصلي ځمکنۍ پولې تړل شامل دي، د سې شنبې په ورځ د هغه برید وروسته اعلان شول چې په کې نامعلومو وسله والو د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د پهلګام په سیمه کې پر سیلانیانو ډزې وکړې. په دې برید کې ۲۶ کسان وژل شوي وو  چې ټول هندي وګړي وو پرته له یوه نیپالي څخه . دا په تېرو ۲۵ کلونو کې د ملکي وګړو پر وړاندې ترسره شوی تر ټولو خونړی برید ګڼل کېږي.

د سې شنبې برید د هیمالیا په غرونو کې د پهلګام په ښکلي ښارګوټي کې وشو، چې د هندي سیلانیانو لپاره مشهور ځای دی.

د شکمنو یاغیانو لټون

د هند پولیسو یاغیان د برید د پلان جوړونکو په توګه تورن کړل. تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسؤلیت په غاړه ندی اخیستی، هندي سرتېري لا هم د بریدګرو په لټه کې دي.

لسګونه زره پولیس او سرتېري په سیمه کې خپاره شوي او اضافي امنیتي پوستې یې جوړې کړې دي. هغوی موټرونه تلاشي کوي، د ځنګلونو په غرنیو سیمو کې یې د هیلیکوپټرو مرسته پلټنې پیل کړي، او په ځینو سیمو کې یې پخواني یاغیان د پوښتنو لپاره پولیسو ته مرکزونو ورغوښتي دي .

الجزیره راپور ورکړی چې "د سې شنبې د برید په اړه د څېړنو په ترڅ کې د هند پولیسو لږ تر لږه ۱۵۰۰ کسان په جمو او کشمیر کې نیولي دي."

د کشمیر مقاومت په نوم یوې ډلې چې تر اوسه پورې چا نوم ندی اوریدلی د ټولنیزو رسنیو له لارې د برید مسؤلیت منلی دی. دې ډلې ویلي چې هندي چارواکو په لانجمنه سیمه کې له ۸۵,۰۰۰ څخه زیات "بهرني" خلک مېشت کړي دي او ادعا یې کړې چې د سې شنبې په ورځ هدف شوي کسان "عادي سیلانیان" نه وو بلکې "د هندي امنیتي ادارو سره تړاو لرونکي" وو.

د دې ډلې پیغامونه په خپلواکه توګه تایید شوي نه دي.

پاکستان دغه برید د هند د ښي اړخي حکومت لخوا یوه "جعلي عملیات" بللی او خبرداری یې ورکړی چې د هند اقداماتو ته به "په ورته ډول ځواب" ورکړي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف دغه پېښه د "جعلي عملیاتو" په توګه یاده کړه.

"موږ هېڅکله دا احتمال نه شو ردولی، دا امکان به تل موجود وي چې دا جعلي عملیات وي،" دا خبره د پاکستان د دفاع وزیر د پاکستاني رسنیو ته وویل.

د کشمیر شخړه

د هند تر ولکې  لاندې کشمیر کې یاغیان له ۱۹۸۹ کال راهیسې د نوي ډیلي د واک پر وړاندې مبارزه کوي. ډېر مسلمان کشمیریان د یاغیانو د دې هدف ملاتړ کوي چې سیمه یا د پاکستان تر ولکې  لاندې راشي یا یوه خپلواکه هېواد شي.

هند ټینګار کوي چې د کشمیر یاغیتوب "د پاکستان لخوا تمویل شوې ترهګري" ده. پاکستان دا تور ردوي، او ډېر کشمیریان دا یوه مشروع د ازادۍ مبارزه ګڼي. په دې شخړه کې لسګونه زره ملکي وګړي، یاغیان او حکومتي ځواکونه وژل شوي دي.

په وروستیو کې د کشمیر په دره کې، چې د هند پر وړاندې د یاغیتوب مرکز دی، تاوتریخوالی کم شوی دی.

د حکومتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ جګړه ډېره د جمو په لرې پرتو سیمو کې متمرکزه شوې ده، چې پکې راجوري، پونچ او کتهوا شامل دي، چیرې چې هندي ځواکونو مرګوني بریدونه تجربه کړي دي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us