د اکسیوس په نوم خپرونې د يو امريکايي چارواکي له خولې راپور ورکړی دی چې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ايران پر وړاندې د پوځي بريدونو د دوام نيت نه لري او پر ځای يې غواړي له تهران سره د سولې تړون ته ورسېږي.
راپور وايي چې ټرمپ د ايران د اتومي مرکزونو پر بريدونو وروسته د اسرائيلو له لومړي وزير بنيامين نتنياهو سره اړيکه نيولې وه، څو د بريدونو پايلې ورته بيان کړي او له ايران سره د تړون د هڅو په اړه يې خبر کړي.
د امريکايي چارواکي په وينا: "ولسمشر نه غواړي چې بريدونو ته دوام وکړي. که ايران غبرګون وښيي، هغه چمتو دی ځواب ورکړي، خو نتنياهو ته يې ويلي چې هغه سولې ته لومړيتوب ورکوي."
يو اسرائيلي چارواکي هم دا دريځ تاييد کړی او اکسیوس ته يې ويلي: "امريکايانو موږ ته څرګنده کړې چې دوی غواړي دا پړاو پای ته ورسوي. دوی زموږ د بريدونو مخالفت نه کوي، خو د دوی لپاره دا موضوع ختمه ده."
راپور زياتوي چې اسرائيل د امريکا په غوښتنه د ايران د هوايي دفاعي سيستمونه د امريکايي بريد څخه ۴۸ ساعته مخکې له منځه وړي وو. د امريکا او اسرائيلو چارواکو ويلي چې واشنګټن د بريد څخه مخکې اسرائيلو ته د هدفونو يو لېست ورکړی و، چې د فوردو اټومي مرکز په نښه کړي.
د راپور له مخې، امريکا د فوردو پر مرکز د بريد لپاره د بنکر-بسټر بمونو څخه کار واخيست، چې د B-2 سټيلت بمبارد الوتکو له لارې غورځول شوي وو. سربېره پر دې، د امريکايي اوبتلونو څخه په لسګونو کروز توغندي د نطنز او اصفهان په سيمو کې پر هدفونو توغول شوي وو.
د امريکا د ګډو ځواکونو مشر جنرال ډان کين وويل چې په دې عملياتو کې له ۱۲۵ څخه زياتو امريکايي الوتکې ګډون درلود، چې پکې سټيلت بمبارد، جنګي الوتکې، د تېلو رسولو الوتکې، يو لارښود اوبتل، او څارګريزې الوتکې شاملې وې.
ټرمپ دغه بريدونه "ډېر بريالي" وبلل.
دا کړکېچ د جون په ۱۳مه د ايران پر پوځي او اتومي هدفونو د اسرائيلو د هوايي بريدونو وروسته رامنځته شو، چې تهران يې په توغنديزو بريدونو ځواب ورکړ.
د ايران د روغتيا وزارت راپور ورکړی چې په دې جګړه کې ۴۳۰ کسان وژل شوي او له ۳۵۰۰ څخه زيات ټپيان دي، په داسې حال کې چې تل ابيب ويلي چې د ايران په توغنديزو او ډرون بريدونو کې ۲۵ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي.