زیلینسکي د یکشنبې په ورځ په "ایکس" له لارې په کړو څرګندونو کې وویل چې "موږ د سبا څخه د بشپړ او دوامداره اوربند تمه لرو، ترڅو د ډیپلوماسۍ لپاره اړین بنسټ برابر شي.
"د وژنو اوږدولو ته هېڅ اړتیا نشته. او زه به د پنجشنبې په ورځ په تورکیه کې د پوتین انتظار وکړم. شخصآ زه پخپله. زه هیله لرم چې دا ځل روسان به د بهانو په لټه کې نه وي."
د هغه څرګندونې لږ وروسته له هغې وشوې چې پوتین اعلان وکړ چې روسیه چمتو ده چې د مې په ۱۵مه په استانبول کې له اوکراین سره مستقیمې خبرې بیا پیل کړي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د یکشنبې په ورځ په "ایکس" کې په یوه پوسټ کې له اوکراین څخه وغوښتل چې دغه وړاندیز ومني.
"د روسیې ولسمشر پوتین نه غواړي له اوکراین سره د اوربند تړون وکړي، بلکې غواړي د پنجشنبې په ورځ په تورکیه کې د وینې توییدنې د پای ته رسولو لپاره خبرې وکړي. اوکراین باید سمدستي دې ته غاړه کېږدي... زه اوس شک لرم چې اوکراین به له پوتین سره تړون وکړي، څوک چې د دویمې نړیوالې جګړې د بریا په جشن لګیا دی... خبرې وکړئ، اوس!!!"
تورکیې د پوتین د وړاندیز هرکلی وکړ
پوتین په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل چې هغه به د دوشنبې په ورځ د تورکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ټیلیفوني خبرې وکړي ترڅو په رسمي ډول د خبرو کوربه توب لپاره د تورکیې ملاتړ وغواړي.
پوتین زیاته کړه: "روسیه چمتو ده چې پرته له کومو شرطونو خبرې وکړي."
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په استانبول کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرو د بیا پیل په اړه د پوتین د څرګندونو هرکلی وکړ، ویې ویل چې هغه خوښ دی چې پوتین د ۲۰۲۲ کال له ځایه د خبرو د دوام ملاتړ کوي.
اردوغان بیا تایید کړه چې تورکیه چمتو ده چې د یوې دوامداره حل لارې د موندلو لپاره خبرې کوربه توب وکړي.
تورکیې مخکې د ۲۰۲۲ کال د مارچ په میاشت کې د خبرو یوه لړۍ کوربه توب کړی و – چې د جګړې له پیل وروسته ترسره شوې وې – ترڅو د وسله والې شخړې د پای ته رسولو لپاره ګډه لاره وموندل شي، خو د جګړې د حل لپاره کومه موافقه ونه شوه، چې اوس یې څلورم کال دی.
اردوغان، چې د شخړې د حل لپاره اوږدمهاله هڅې کوي، په وار وار وړاندیز کړی چې تورکیه دې د سولې خبرو کوربه توب وکړي او هر هغه څه وکړي چې د حل لپاره اړین وي.
تورکیه دا ځانګړتیا لري چې له دواړو هېوادونو، روسیې او اوکراین سره ښې اړیکې لري.