ساینس او ټکنالوژي
2 دقیقې خواندن
د اروپا هوايي صنعت لوی شرکتونه د اتحاديې د رقابت د برخې مسئول سره د سټيلايټ ادغام په اړه خبرې کوي
د اروپا هوایي شرکتونه ایربس، تالیس او لیونارډو د ستارلینک سره د مقابلې لپاره د ګډ ډګر جوړولو په موخه د اروپا چارواکو سره د سټیلایټ ادغام پلانونه په اړه خبرې کوي.
د اروپا هوايي صنعت لوی شرکتونه  د اتحاديې د رقابت د برخې مسئول سره د سټيلايټ ادغام په اړه خبرې کوي
Airbus hopes the satellite business merger will lead to a project like the MBDA missile venture. / TRT World
9 اپریل 2025

د اروپا ملکي هوايي شرکتونو ایربس، تالیس او لئوناردو د خپلو سپوږمکۍ  احتمالي ادغام په اړه د خبرو په خاطر د چارشنبې په ورځ ، د اروپایي اتحادیې د رقابت ضد کمیسیون مشرې تریسا ریبیرا سره لیدنه کوي. دې مسلې د اروپا د کمیسیون په اجنډا کې هم ځای نیولی دی.

دغو درې شرکتونو د ګډ فضایي شرکت د جوړولو لومړنۍ طرحې په داسې حال کې وړاندې کړې دي چې غواړي د ایلون ماسک د سټارلینک سره سیالي وکړي.

اوس مهال دوی د اروپایي اتحادیې د رقابت  ضد کمیسیون چارواکو سره په لومړنیو خبرو بوخت دي، چې دا معمولاً د ادغام معاملې لپاره د رسمي غوښتنې وړاندې کولو څخه مخکې ترسره کېږي.

د رویټرز یوې سرچینې تېره میاشت وویل: د خبرو اترو بهیر په لومړنیو پړاوونو کې دی، او تمه نه کېږي چې تر راتلونکي کال پورې کومه مهمه پایله ورکړي.

د شرکتونو اجرائیه مشران معمولاً د اروپایي اتحادیې د رقابت ضد کمیسیون مشرې سره د خپلو معاملاتو په اړه خبرې کوي او د احتمالي خنډونو په اړه معلومات ترلاسه کوي، لکه د سیالۍ ضد اندېښنو د حل لپاره ممکنه لارې چارو په اړه .

د ایربس اجرائیه مشر ویلي چې که د سپوږمکۍ ادغام خبرې د تالیس او لئوناردو سره د MBDA د اروپایي توغندیو پروژې په څېر یوې ګډې پروژې ته لار هواره کړي، نو دی به خوشحاله وي، او هیله لري چې د اروپایي اتحادیې سیالۍ ضد چارواکي به د تېر په پرتله نرم دریځ غوره کړي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us