د امریکا د سنا مجلس د قانون هغه مسودې رد کړې چې له مخې د قطر او متحده عربي اماراتو سره د عسکري تړونونو مخنیوی کولو.
د امریکا د سنا مجلس غړو د چهارشنبې په ورځ هغه دوه مسودې رد کړې ، چې یوه یې ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د قطر لخوا د ډالۍ شوې لوکسې الوتکې په اړه وه.
د امریکا په سنا مجلس کې سناتورانو کریس مورفي، کریس وان هالن، براین شاتز، ټیم کین، برني سانډرز، مایزي هیرونو او جیف مرکلي د قطر او متحده عربي اماراتو سره د نوو پوځي تړونونو د مخنیوي په موخه مسودې وړاندې کړې. په نوموړو مسودو کې قطر ته د ۱.۹ میلیارد ډالرو په ارزښت د MQ-9 ریپر ډرونونو پلور او متحده عربي اماراتو ته د ۱.۳ میلیارد ډالرو په ارزښت د چینوک هیلیکوپټرو پلور د بندولو غوښتنه شوې وه.
دواړه مسودې د سنا د مجلس لخوا رد شوې.
د رایو له ترسره کېدو مخکې، مورفي خپلو همکارانو ته وویل چې دغه هېوادونه د امریکا لپاره په سیمه کې مهم شریکان دي.
هغه وویل: "هغه څه چې موږ دلته ویل غواړو دا دي چې موږ د دې هېوادونو سره خپلې پوځي اړیکې د ځنډولو او یا پرې کولو غوښتنه نه کوو. مونږ یواځې ددې هیوادونو لخوا ولسمشر ټرمپ ته د باج ورکولو سره مخالفت کوو. مونږ د باج اخیستو او یا ورکولو سره مخالفت کوو او دا مسئله زمونږ لپاره د منلو وړ نده.
ټرمپ د مې په میاشت کې منځني ختیځ ته د خپل سفر پر مهال وویل چې هغه به د قطر له خوا د بوینګ ۷۴۷-۸ لوکس الوتکه ومني، او زیاته یې کړه: "یوازې یو احمق به دا ډالۍ د خپل هېواد په استازیتوب ونه مني."
د دې الوتکې ډالۍ چې شاوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالر ارزښت لري، د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتانو له خوا د اخلاقي او قانوني پوښتنو سره مخ شوې ده.