نړۍ
2 دقیقې خواندن
ټرمپ : د غزې د اوربند تړون به په راتلوونکي اوونۍ کې لاسلیک شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هیله څرګنده کړه چې په غزه کې به  د اسرائیل او د فلسطین د مقاومت ډلې حماس ترمنځ اوربند تړون ژر تر ژره لاسلیک شي.
ټرمپ : د غزې د اوربند تړون به په راتلوونکي اوونۍ کې لاسلیک شي.
Trump previously said that Israel was onboard for a 60-day ceasefire in Gaza. / Reuters
12 ساعته مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هیله څرګنده کړه چې په غزه کې به  د اسرائیل او د فلسطین د مقاومت ډلې حماس ترمنځ اوربند تړون ژر تر ژره لاسلیک شي.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ په مریلینډ کې د جواینټ بیس انډریوز په هوایي هډه کې خبریالانو ته وویل " د غزې په اړه   زمونږ خبرې دوام لري او هیله لرو چې په راتلونکو اوونیو کې به دا مسئله حل کړو."

ټرمپ مخکې اعلان کړی و چې اسرائیل د غزې لپاره د ۶۰ ورځني اوربند اړین شرایط منلي دي، چې دغه وړاندیز قطر او مصر حماس ته وړاندې کړی و.

حماس مثبت ځواب ورکړ او ویې ویل چې دوی د اوربند تړون د عملي کولو او د بندیانو د تبادلې لپاره خبرو ته چمتو دي.

که څه هم اسرائیل ادعا وکړه چې د قطر وړاندیز ته د حماس بدلونونه د منلو وړ نه دي، د دوی پلاوی بیا هم د خبرو لپاره دوحې ته سفر وکړ.

په دوحه کې خبرې د ۶۰ ورځني موقتي اوربند، د ۱۰ ژوندیو اسرائیلي بندیانو خوشې کول او ۱۸ مړو اسرائیلو ته د سپارولو او د دایمي اوربند په اړه  به متمرکزې وې.

که څه هم ډیری مسایل حل شوي وو، اصلي ستونزه د اسرائیل ټینګار و چې د غزې شاوخوا د یوې خوندي سیمې کنټرول وساتي.

حتی که اوربند ترسره شي، اسرائیل اعلان کړی چې په رفح کې به پوځي حضور ته دوام ورکړي او د فلسطینیانو د نورو هېوادونو ته د شړلو لپاره به د "راټولولو کمپ" جوړ کړي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us