نوې سوریه
3 دقیقې خواندن
الشیباني : د پ ک ک منحلیدل د سیمې د امنیت د بیارغونې لپاره یو ډیر مهم ګام دی
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر سعد حسن الشیباني د PKK ترهګرې ډلې د منحل کېدو هرکلی کړی دی او دا یې د سیمې د امنیت د بیا رغونې او د پرله‌پسې تاوتریخوالي د پای ته رسولو په لور یو مهم ګام بللی دی.
الشیباني : د پ ک ک منحلیدل د سیمې د امنیت د بیارغونې لپاره یو ډیر مهم ګام دی
/ AA
12 می 2025

الشیباني د دوشنبې په ورځ په انقره کې د تورکیې او اردن د بهرنیو چارو وزیرانو، هاکان فیدان او ایمن صفدي سره د درې اړخیزې غونډې وروسته په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل: "موږ نن ورځ د سوریې، تورکیې او اردن ترمنځ د پوځي او امنیتي همغږۍ د پیاوړتیا ژمنه تازه کوو. دا شراکت نور اختیاري نه دی؛ بلکې یوه بیړنۍ اړتیا ده."

الشیباني د سوریې پر خاوره د اسرائیلو پرله‌پسې بریدونه وغندل او دا یې د نړیوالو قوانینو "سیستماتیکې سرغړونې او ښکاره پارونې" وبللې چې د ټولې سیمې د اور اخیستو ګواښ کوي.

هغه ټینګار وکړ: "د سوریې ځمکنۍ بشپړتیا د خبرو اترو وړ نه ده. سوریه یو خپلواک او نه وېشل کېدونکی هېواد دی، او همداسې به پاتې شي." الشیباني زیاته کړه چې د سوریې مشرتابه اوس د دې په هڅه کې دی چې "ټولې سیمې د مرکزي دولت تر واک لاندې راولي."

هغه وویل: "که څه هم موږ پوهېږو چې دا یو پېچلی او حساس بهیر دی، خو دا اړین دی." نوموړي خبرداری ورکړ چې د دې تړون په پلي کولو کې هر ډول ځنډ به "بې‌ثباتي اوږده کړي، بهرنی مداخله وهڅوي، او د بېلتون غوښتنې تمایلات زیات کړي."

الشیباني د یوې نوې سیاسي مرحلې د بنسټونو د اعلان ترڅنګ وویل چې د سوریې د خلکو د بشپړ تنوع استازیتوب لپاره یو ملي پارلمان جوړېږي. هغه زیاته کړه: "دا یوازې یو تخنیکي ګام نه دی، بلکې د مشروع او استازي حکومت د بیا رغونې په لاره کې یو مهم پړاو دی."

الشیباني وویل چې سوریې د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت سره جوړجاړی او همکاري پیل کړې ده، چې موخه یې د اوږدمهاله بنسټیز باور جوړول دي. هغه زیاته کړه: "په دې چوکاټ کې، موږ خوښ یو چې د سوریې د عرب جمهوریت د سفارت د بیا پرانیستلو لپاره عملي ګامونه اعلان کړو، چې په انقره کې به وي، او په غازي عنتاب کې به یو نوی قونسلګرۍ پرانیزو، د استانبول په موجوده ماموریت سربېره."

هغه د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن صفدي سره د دمشق په نږدې راتلونکي کې د یوې لوړې کچې حکومتي غونډې د ترسره کولو لپاره د یوې موافقې اعلان هم وکړ.

الشیباني د سوریې پر وړاندې د لګول شویو بندیزونو د سمدستي بیاکتنې لپاره یو قوي غوښتنه وکړه، ترڅو د سوریایي کډوالو د خوندي، ارادي او باعزته راستنېدو هڅې یقیني شي.

د PKK بندي مشر عبدالله اوجالان په فبرورۍ کې د PKK او د هغې تر چتر لاندې ټولو ډلو د منحل کېدو غوښتنه وکړه، او د ۴۰ کلنې ترهګرۍ د پای ته رسولو غوښتنه یې وکړه.

په تورکیه کې د PKK د ۴۰ کلنې ترهګرۍ په جریان کې، چې د تورکیې، امریکا او اروپایي اتحادیې لخوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې، د ۴۰,۰۰۰ څخه زیاتو کسانو ژوند اخیستی، چې ښځې، ماشومان او پوځیان هم پکې شامل دي. د YPG/PYD ډله د PKK سوریایي څانګه ده.

د تورکیې د واکمن عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چلیک د دوشنبې په ورځ وویل چې د PKK د منحل کېدو او د وسلو ایښودلو پرېکړه، چې د امرالي زندان کې د PKK د محکوم مشر لخوا شوې، د "له ترهګرۍ څخه پاکې تورکیې" په لور یو مهم ګام دی.

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us