د غزې جګړه
3 دقیقې خواندن
په غزه کې د پختورګې د دیالیسس څه باندې ۴۰ سلنه ناروغانو ژوند د لاسه ورکړی دی
ملګروملتونو ویلي دي چې د اسرائیلو لخوا په غزه کې کې قتل عام روان دی او په غزه کې د پختورګي د دیالیسس ناروغانو ۴۰ سلنه د روغتیاي امکاناتو د نه شتون له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.
په غزه کې د پختورګې د دیالیسس څه باندې ۴۰ سلنه ناروغانو ژوند د لاسه ورکړی دی
/ AA
3 جون 2025

ملګروملتونو ویلي دي چې د اسرائیلو لخوا په غزه کې کې قتل عام روان دی او په غزه کې د پختورګي د دیالیسس ناروغانو ۴۰ سلنه د روغتیاي امکاناتو د نه شتون له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې په محاصره شوي غزه کې د ډیالیسس ناروغانو څخه څه باندې ۴۰ سلنه مړه شوي دي. دا د اسرائیلي بریدونو له امله چې روغتیایي مرکزونه یې په نښه کړي یا د ناروغانو لپاره د لاسرسي نشتون له امله رامنځته شوي دي، چې د بشري ناورین ژورتیا یې نوره هم زیاته کړې ده.

د ملګروملتونو د  بشري چارو د همغږۍ دفتر  په حواله، د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک د دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې "په لسګونو کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي، داسې ښکاري چې دوی د رفح او دیر البلح په پوځي مرکزونو کې د مرستو ترلاسه کولو پر مهال په نښه شوي دي."

دوجاریک زیاته کړه چې د اسرائیلي بریدونو دوام د روغتیایي زیربناوو په وړاندې ستونزې زیاتې کړې دي، او د شمالي غزې د ډیالیسس مرکز (نورا الکعبي مرکز) د یکشنبې په ورځ په نښه شوی دی.

هغه وویل: "د غزې د روغتیا وزارت راپور ورکړی چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د جګړو د زیاتوالي راهیسې د ډیالیسس ناروغانو څخه  څه باندې ۴۰ سلنه مړه شوي دي. دا ځکه چې مرکزونه یا خو په نښه شوي یا د ناروغانو لپاره د لاسرسي وړ نه وو."

د فلسطیني مځکو د غضب  د زیاتیدو په اړه خبرداری ورکولو سره، دوجاریک وویل: "د شنبې په ورځ، اسرائیلي چارواکو په خان یونس او دیر البلح کې د نورو خلکو د ځای پر ځای کیدو امر وکړ. ددې  امر له امله  شاوخوا ۱۰۰,۰۰۰ کسانو اغیزمن شوی .

هغه زیاته کړه: "په ټوله کې، د مارچ له ۱۸مې راهیسې، د بشري مرستو شریکان اټکل کوي چې د غزې د ټول نفوس نږدې دریمه برخه، چې له ۶۴۰,۰۰۰ څخه زیات خلک کیږي، بیا بې ځایه شوي دي."

په داسې حال کې چې له غزې څخه د کرم ابو سالم د لارې څخه د ۳۰۰ څخه زیات د مرستو لاریو ته اجازه ورکړ شوې ، خو د لاسرسي ستونزې لا هم شته.

دوجاریک وویل: "نن ورځ، زموږ یوه هڅه چې د کرم شالوم څخه مرستې ترلاسه کړو، رد شوه."

اسرائیل د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې په غزه کې د نسل وژنې عملیات ترسره کوي. فلسطینیانو د ۵۴,۴۷۰ څخه د زیاتو کسانو وژنې ثبت کړې دي، چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

د فلسطین رسمي خبري اژانس (WAFA) په وینا، شاوخوا ۱۱,۰۰۰ فلسطینیان د ویجاړ شویو کورونو لاندې ښخ شوي دي.

کارپوهان بیا باور لري چې د مړو شمیر د غزې چارواکو د راپورونو څخه خورا زیات دی، او اټکل کوي چې دا شمیره شاوخوا ۲۰۰,۰۰۰ ته رسیدلی شي.

د دې نسل وژنې په جریان کې، اسرائیل د غزې زیاتره برخه په کنډوالو بدله کړې او د دې ټول نفوس یې نږدې بې ځایه کړی دی.

د مرستو ادارو خبرداری ورکړی چې د غزې د ۲ میلیونو څخه د زیاتو خلکو لپاره د قحطۍ خطر شته.

تیر نوامبر، د نړیوالې جنایي محکمې لخوا د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه د پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانټ لپاره د جنګي جرمونو او د بشریت پر وړاندې د جرمونو په تور د نیولو امرونه صادر شول.

اسرائیل د غزې په سیمه کې د ملکي وګړو پر وړاندې د جنګي جرمونو لپاره د نړیوالې محکمې لخوا د نسل وژنې قضیې سره هم مخ دی.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us