د امریکا چارواکو د یکشنبې په ورځ هیله څرګنده کړه چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د اوربند تړون په څو اونیو کې عملي شي. دا وروسته له هغې ده چې واشنګټن په سعودي عربستان کې د خبرو اترو په ترڅ کې د درې کلنې جګړې د بندولو وړاندیز وکړ، کوم چې کیف ومنه.
ټرمپ په ایر فورس ون الوتکه کې خبریالانو ته وویل "زه فکر کوم چې موږ به د خاورې په اړه خبرې وکړو... موږ به د انرژۍ د فابریکو په اړه خبرې وکړو."
هغه زیاته کړه: "زه فکر کوم چې د دې ډېره برخه لا دمخه د دواړو اړخونو، اوکراین او روسیې، لخوا په تفصیل سره پرې خبرې شوي دي. موږ به د ځینو شتمنیو د وېش په اړه خبرې کوو."
واشنګټن او د کیف اروپایي متحدین په مسکو فشار راوړي چې جګړه ودروي، خو پوتین لا تر اوسه روښانه ځواب نه دی ورکړی. پر ځای یې د یو شمېر شرطونو یادونه کړې او د وړاندیز په اړه یې "جدي پوښتنې" راپورته کړې دي.
د دې شخړې لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي، سټیو وټکوف، چې څو ورځې وړاندې یې له پوتین سره څو ساعته خبرې کړې وې، سي اېن اېن ته وویل چې هغه فکر کوي "دواړه ولسمشران به دا اونۍ ډېرې ښې او مثبتې خبرې وکړي."
هغه زیاته کړه: "ټرمپ په رښتیا تمه لري چې په راتلونکو څو اونیو کې به یو ډول تړون وشي، او زه باور لرم چې دا به همداسې وي."
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د شنبې په ورځ په کریملین تور ولګاوه چې جګړه نه غواړي جګړه پایته ورسیږي. هغه خبرداری ورکړ چې مسکو غواړي د هر ډول اوربند له منلو مخکې په جګړه کې خپله وضعیت ښه کړي.
روبیو او لاوروف غونډه
له دې وړاندې، مسکو وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره خبرې کړې دي ترڅو د تیرې میاشتې په سعودي عربستان کې د امریکا او روسیې د سرمشریزې د "تفاهماتو د عملي کولو" په اړه مشخص اړخونه وڅېړي.
د فبرورۍ په میاشت کې د ریاض غونډه د امریکا او روسیې ترمنځ له هغې وروسته لومړۍ لوړه کچه ناسته وه چې مسکو د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې په اوکراین خپل برید پیل کړ.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل: "سرګي لاوروف او مارکو روبیو موافقه وکړه چې د تماس په حال کې پاتې شي." خو د امریکا لخوا وړاندیز شوي اوربند په اړه یې څه ونه ویل.
د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس د شنبې په ورځ وویل چې دواړو "د اوکراین په اړه راتلونکي ګامونه"څیړلي او "موافقه یې وکړه چې د امریکا او روسیې ترمنځ د اړیکو د بیا رغولو لپاره کار ته دوام ورکړي."