نړۍ
3 دقیقې خواندن
د دودونو پر خلاف : پاپ فرانسیس په سینټ میری میجر کې دفن کیږي
د رومن کاتولیک مسیحیانو روحاني مشر او د واتیکان مشر پاپ فرانسیس د راتلوونکي خالي ورځ د اپریل په ۲۶ مه نیټه د سینټ پیټرز پر ځای په سینټ میری میجر کې خاورو ته وسپارل کیږي .
د دودونو پر خلاف : پاپ فرانسیس په سینټ میری میجر کې دفن کیږي
Francis returned at key moments in his papacy, praying for an end to the coronavirus pandemic in a locked-down Rome in 2020 and after his abdominal surgeries in 2021 and 2023. / Reuters
22 اپریل 2025

پاپ فرانسس، چې د خپلې پاپ دندې پر مهال یې له ۶۰ څخه زیاتو هېوادونو ته سفر کړی و، خپل وروستی سفر به د واتیکان ښار څخه د روم د اوو غونډیو له ډلې څخه یوې غونډۍ، اسکوایلین، ته وکړي، دا معلومه وه چې هغه غوښتل چې دود مات کړي او دلته ښخ شي.

واتیکان ویلي دي چې د هغه جنازه به د شنبې په ورځ د سینټ پیټر په میدان کې، د سینټ پیټر باسیلیکا مخې ته ترسره شي، چیرې چې ډېر مخکیني پاپان ښخ شوي دي.

خو د هغه د خوښې وروستۍ استوګنځای د سینټا ماریا ماجیور باسیلیکا دی، چې د روم په څلورو لویو کلیساوو کې یوه ده. په خپل وروستي وصیت کې، پاپ فرانسس غوښتنه کړې وه چې "په ساده ډول، پرته له ځانګړو ښکلاوو" په خاوره کې ښخ شي او یوازې د هغه پاپ نوم په لاتین کې ولیکل شي: فرانسیس.

وروستی پاپ چې د واتیکان څخه بهر ښخ شوی و، لیو دیارلسم و، چې په ۱۹۰۳ کال کې وفات شو.

سینټا ماریا ماجیور، چې د واتیکان څخه شاوخوا ۴ کیلومتره (۲.۵ میل) لرې ده، د فرانسس لپاره ځانګړې وه ځکه چې هغه د )مريم رضي الله عنها)، سره ځانګړې مینه درلوده. هغه د هر بهرني سفر څخه مخکې او وروسته هلته دعا کوله.

فرانسس په خپل ۲۰۲۴ کال کتاب "ایل سوکسیدور" (ځای ناستی)، چې د خبریال جاویر مارټینز-بروکال سره اوږده مرکه ده، ویلي: "ما تل د سینټا ماریا ماجیور سره ځانګړې مینه لرله، حتی مخکې له دې چې پاپ شم."

پاپ فرانسس د ۲۰۱۳ کال د مارچ په ۱۴مه، هغه ورځ چې هغه د لومړي لاتیني امریکایي پاپ په توګه وټاکل شو، په دې باسیلیکا کې دعا وکړه. د دې کلیسا د سرو زرو چت ویل کېږي چې د هغه قیمتي فلز څخه جوړ شوی چې د کریسټوفر کولمبوس لخوا له نوي نړۍ څخه راوړل شوی و.

فرانسس د خپلې پاپۍ په مهمو شیبو کې دې ځای ته راستون شو، په ۲۰۲۰ کال کې د کورونا ویروس د وبا د پای ته رسېدو لپاره په تړل شوي روم کې دعا وکړه او په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۳ کلونو کې د خپلو عملیاتو وروسته هم هلته ولاړ.

د مريم رضي الله عنها یو د احترام ډک بیزانسي انځور په دې باسیلیکا کې د پالین په چپل کې ساتل کېږي. د سرو زرو ګلدان، چې فرانسس په ۲۰۲۳ کال کې ډالۍ کړی و، د شمعو ترمنځ د دې انځور لاندې ایښودل شوی دی.

د دې شپل دروازې ته له رسېدو مخکې، د مریم د سولې ملکې یوه مجسمه شتون لري، چې د پاپ بینیډیکټ پنځلسم لخوا په ۱۹۱۸ کال کې د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د خدای څخه د دعا لپاره جوړه شوې وه. په ۲۰۲۲ کال د مې په میاشت کې، فرانسس د اوکراین او نورو جګړه ځپلو سیمو لپاره د سولې نړیواله دعا مشري وکړه.

پاپ فرانسس د سکتې، کوما او د زړه د ناکامۍ له امله وفات شو، د هغه د مړینې سند کې د واتیکان ډاکټر اندریا آرکانجیلي ویلي دي. د هغه جنازه به د شنبې په ورځ د سهار په ۱۰ بجو  د سینټ پیټر په باسیلیکا کې ترسره شي.

فرانسس د ۱۹۳۶ کال د ډسمبر په ۱۷مه د ارجنټاین په بوینس آیرس کې د ایټالوي مهاجرینو په کورنۍ کې زېږېدلی و. هغه په ارجنټاین کې زده کړې وکړې او وروسته په جرمني کې زده کړې بشپړې کړې، مخکې له دې چې په ۱۹۶۹ کال کې د عيسوي کشیش په توګه وټاکل شي.

د خپلې پاپۍ له یوې لسیزې څخه زیات وخت وروسته، پاپ فرانسس د ستاینې او جنجال دواړو یو شخصیت پاتې شو.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us