نړۍ
2 دقیقې خواندن
ټرمپ غواړي په لسګونو زره تنه فدرالي دولتي مامورین په موقتي مامورینو بدل کړي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپل هغه  پلان اعلان کړ چې  غواړي په لسګونو زره فدرالي مامورنیو  د دندو کټګورۍ بدله کړي او هغوی د موقتي کارکوونکو په توګه طبقه بندي کړي.
ټرمپ غواړي په لسګونو زره تنه فدرالي دولتي مامورین په موقتي مامورینو بدل کړي.
While the policy won’t take effect immediately, the administration said the reclassification will require a follow-up executive order. / Photo: AFP
19 اپریل 2025

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپل هغه  پلان اعلان کړ چې  غواړي په لسګونو زره فدرالي مامورنیو  د دندو کټګورۍ بدله کړي او هغوی د موقتي کارکوونکو په توګه طبقه بندي کړي. دا نوې کټګورۍ چې د "سکیجول پاليسي/کيرير" په نوم یادیږي، ادارو ته اجازه ورکوي چې هغه ملکي کارکوونکي له دندې لرې کړي چې د ټرمپ د پالیسۍ اجنډا سره سمون نه لري.

ټرمپ د جمعې په ورځ په ټروت سوشل کې ولیکل: "د زما د لومړۍ ورځې اجرائیوي فرمان وروسته، د پرسونل مدیریت دفتر به د ملکي خدماتو لپاره نوي مقررات خپاره کړي چې د حکومت د دایمي کارکوونکو لپاره به وي."

هغه زیاته کړه: "هغه دایمي حکومتي کارکوونکي چې په پالیسۍ اړوند چارو کې کار کوي، به د 'سکیجول پاليسي/کيرير' په توګه طبقه بندي شي او د چلند او کړنو تر ټولو لوړو معیارونو ته به پابند وي."

دغه اقدام د ټرمپ د پخواني "سکیجول ایف" نوښت بیا ژوندی کوي او پراخوي، چې موخه یې د پالیسۍ اړوند دندو څخه د ملکي خدماتو ساتنې ختمول دي.

د سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویل شوي چې دغه بدلون به شاوخوا ۵۰ زره کارکوونکي، یا د فدرالي کارکوونکو دوه سلنه اغېزمن کړي او د بایډن د دورې ساتنې به ختمې کړي.

د نوې قاعدې له مخې، ادارې به وکولی شي هغه کارکوونکي له دندې لرې کړي چې "د پالیسۍ ټاکلو، پالیسۍ جوړولو، پالیسۍ ملاتړ کولو، یا محرمې دندې ترسره کوي"، پرته له دې چې د اوږدو او پیچلو شکایتونو یا اپیلونو پروسې ته اړتیا ولري.

ټرمپ وویل: "که دا حکومتي کارکوونکي د ولسمشر د پالیسۍ ګټو ته وده ورکولو څخه ډډه وکړي یا په فساد کې ښکېل وي، نو هغوی باید نور په خپلو دندو پاتې نه شي. دا یوه عامه خبره ده او دا به فدرالي حکومت ته اجازه ورکړي چې په پای کې د یو کاروبار په څېر اداره شي."

که څه هم دغه پالیسي به سمدستي نافذ نه شي، خو اداره وایي چې د دې بیا طبقه بندۍ لپاره به یو بل اجرائیوي فرمان ته اړتیا وي.

د سپینې ماڼۍ د معلوماتو پاڼې له مخې، کارکوونکي به اړ نه وي چې شخصاً د ولسمشر ملاتړ وکړي، خو هغوی باید قانون او د ادارې پالیسۍ په وفادارۍ سره عملي کړي.

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us