نړۍ
3 دقیقې خواندن
نړۍوالو رسنیو تر ډیره حده د پاکستان لخوا د هند د څو جنګي الوتکو د ویشتو پخلی کړی دی.
د هندوستان د پنجاب  ایالت د بهټنډه سیمې څخه په خپرو شوو  ویډیوګانو کې ښودل کیږي چې د هندوستان د هوايي ځواکونو اړوند د یوې ویشتل شوې الوتکې بدنه د اور په لمبو کې سوځي .
نړۍوالو رسنیو تر ډیره حده د پاکستان لخوا د هند د څو جنګي الوتکو د ویشتو پخلی کړی دی.
/ AFP
9 می 2025

نړۍوالو رسنیو تر ډیره حده د پاکستان لخوا د هند د څو جنګي الوتکو د ویشتو پخلی کړی دی.

 د هندوستان د پنجاب  ایالت د بهټنډه سیمې څخه په خپرو شوو  ویډیوګانو کې ښودل کیږي چې د هندوستان د هوايي ځواکونو اړوند د یوې ویشتل شوې الوتکې بدنه د اور په لمبو کې سوځي . په داسې حال کې چې اسلام‌آباد ادعا کوي چې د دوی پیلوټانو د چهارشنبې په سهار د هند-پاکستان د سرحد په اوږدو کې د هندوستان د هوايی ځواکونو اړوند ۵ جنګي الوتکې ویشتي دي.

هندوستان تر اوسه په دې اړه چوپ پاتې شوی دی نه یې تایید کړی او نه یې رد کړی دی.

د بي بي سي د څېړنیزې څانګې، بي بي سي ویریفای، درې جلا ویډیوګانې تایید کړې دي چې داسې ښکاري د لږ تر لږه یوې الوتکې د غورځېدو وروسته حالت ښیي.

ټولې درې ویډیوګانې باور کېږي چې د بهټنډه ښار ته نږدې د یوې کروندې څخه اخیستل شوې دي، چې د هند د پنجاب ایالت یوه سیمه ده.

په یوه ویډیو کې، هندي عسکر لیدل کېږي چې فلزي ټوټې راټولوي، چې په دې کې د رافال جنګي الوتکې د چوکاټ برخې ته ورته ټوټې هم شاملې دي. رافال د فرانسې جوړه  پرمختللې الوتکه ده چې په وروستیو کلونو کې د هند هوايي ځواک ته ورزیاته شوې ده.

د همدې ځای څخه دوه نورې ویدیوګانې چې  د شپې ثبت شوي دي  د الوتکې ټوټې او پارچې ښايي چې د اور په لمبو کې سوځي او همداشان  د اسمان په اوږدو کې د یوه توغندي حرکت ښیي چې وروسته په ځمکه اور بلوي.

د پاکستان د ادعا د تایید لپاره شواهد

کارپوهان وایي چې دا صحنې د هوايي جګړې یا د منځنۍ هوايي برید سره سمون لري، چې د پاکستان د دې ادعا ملاتړ کوي چې څو الوتکې یې غورځولې دي.

جسټین کرمپ، چې د بریتانیا د پوځ پخوانی افسر او د سیبیلین امنیتي شرکت مشر دی، بي بي سي ته ویلي چې ټوټې داسې ښکاري چې د فرانسې جوړ هوايي توغندي برخې دي، کوم چې د رافال او میراج ۲۰۰۰ الوتکو سره مطابقت لري، چې دواړه هند کاروي.

بله انځور چې په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپور شوی، د یوې الوتکې د لکۍ برخه ښیي چې په هغې "BS001" او "رافال" لیکل شوي دي.

د بي بي سي څېړنې، چې په هغې کې د عکسونو د سرچینې پلټنه هم شامله ده، ښیي چې دا انځور نوی دی او له پخوانیو پېښو تړاو نلري.

د سیمې پراخه شخړه

تر دې دمه نوموړې ادعاګانې  د نړیوالو پوځي څارونکو له خوا په جدي توګه څارل کېږي.

د پاکستان پرمختللې جنګي الوتکې او د هند فرانسوي جوړې شوې الوتکې ترمنځ هوايي نښتې د عصري جنګي الوتکو، توغندیو او د پیلوټانو د وړتیا په اړه نادرې عملي تجربې وړاندې کوي.

دوه لوړپوړو امریکايي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې لږ تر لږه دوه هندي الوتکې غورځول شوې دي، چې دا د بیجینګ د پاکستان ته صادرې شوې جنګي ټکنالوژۍ لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه ګڼل کېدای شي.

د چهارشنبې په ماسپښین د هند د بهرنیو چارو وزیر ویکرام میسري په یوه خبري کنفرانس کې دا تایید یا رد نه کړه  چې ایا کومې الوتکې له لاسه ورکړل شوې دي که نه.

په سیمه کې حالت لا هم نازک دی، او پر دواړو هېوادونو د پراخې سیمه‌ییزې شخړې د مخنیوي په خاطر غږ شوی دی.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us