اردن په هیواد کې د اخوان المسلین ډلې پر فعالیت بندیز ولګو او ددې ډلې اړوند ټول دفترونه يي وتړل او شتمني يي ورته ضبط کړه.
د اردن د کورنیو چارو وزیر مازن الفرايه وویل چې اردن په هیواد کې د اخوان المسلمین ډلې پر فعالیتونو بندیز ولګول او دا ډله يي غیرې قانوني اعلان کړه. د اخوان المسلمین ډله چې پدې هیواد کې تر ټولو ستره مخالفه ډله ګڼل کېږي، ناقانونه اعلان شوه او د دې ډلې اړوند ټول دفترونه وتړل شول او شتمنۍ یې ضبط شوه. د کورنیو چارو وزیر، مازن الفرايه، وویل چې د دې ډلې ځینې غړي د تخریب د یوې دسیسې سره تړاو لري.
تر اوسه د دې ډلې له خوا کوم رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی. اخوان المسلمین له څو لسیزو راهیسې په اردن کې په قانوني توګه فعالیت کاوه او په لویو ښاري سیمو کې پراخه ولسي ملاتړ لري. دغه راز، په ټول هېواد کې ګڼ شمېر دفترونه لري.
الفرايه زیاته کړه چې د دې ډلې په ټولو فعالیتونو بندیز لګیدلی، او هر څوک چې د دې ډلې نظریات خپروي، د قانون له مخې به ورسره چلند وشي.
د اخوان المسلمین ډله، چې په ډېرو عربي هېوادونو کې ناقانونه بلل شوې ده، وايي چې دغه ډله له څو لسیزو راهیسې په ښکاره توګه له تاوتریخوالي څخه لاس اخیستی دی.