د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، موږ هر هغه بیان یا اعلامیه ردوو چې د نړیوالو محکمو د پریکړو سره سره د سربرینیتسا نسل وژنه ردوي او 'جنګي مجرمین ستايي'.
رجب طیب اردوغان دغه څرګندونې د ۱۹۹۵ کال د سربرینیتسا د قتل عام د ۳۰مې کلیزې په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې وکړې، چې په دې پېښه کې زرګونه بوسنیایان وژل شوي وو.
اردوغان په خپلو خبرو کې د بوسنیا او هرزګوینا د ځمکنۍ بشپړتیا، حاکمیت او اساسي قانوني جوړښت لپاره د انقرې پر دوامداره بې قید او شرطه ملاتړ ټینګار وکړ.
اردوغان د غزې پر دوامداره بریدونو خبرې وکړې او ویې ویل چې څو لسیزې وړاندې نړیوالې ټولنې د سربرینیتسا پر پېښه چوپتیا غوره کړې وه، او اوس په دې وروستیو کلونو کې د فلسطین پر ظلمونو یوازې ننداره کوي.
اردوغان ژمنه وکړه چې د اسرائیل حکومت به د قانون او تاریخ په وړاندې د نږدې ۵۸,۰۰۰ فلسطینیانو د نسل وژنې لپاره "ژر یا وروسته" حساب ورکوي.