تورکیه
2 دقیقې خواندن
اردوغان وویل چې د باکو او ایروان ترمنځ د احتمالي سولې تړون باید د اذربایجان مشروع غوښتنې پوره کړي
اردوغان د جمعې په ورځ د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د سرمشریزې په څنډه کې چې د اذربایجان په خانکندي ښار کې ترسره شوه، وویل چې تورکیه د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د پراخې سولې خبرې اترې له  نږدې څاري .
اردوغان وویل چې د باکو او ایروان ترمنځ د احتمالي سولې تړون باید د اذربایجان مشروع غوښتنې پوره کړي
/ AA
5 جولای 2025

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې د باکو او ایروان ترمنځ د احتمالي سولې تړون باید د اذربایجان مشروع غوښتنې پوره کړي. دغه څرګندونې نوموړي د اذربایجان له ولسمشر الهام علی یف سره په لیدنه کې وکړې.

اردوغان د جمعې په ورځ د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د سرمشریزې په څنډه کې چې د اذربایجان په خانکندي ښار کې ترسره شوه، وویل چې تورکیه د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د پراخې سولې خبرې اترې له  نږدې څاري .دا څرګندونې د تورکیې د اړیکو ریاست په خپل رسمي ایکس حساب کې خپرې شوي دی.

ایروان او باکو د ۲۰۲۰ کال د دویمې قره باغ جګړې وروسته د سولې تړون په اړه خبرې پیل کړې. اذربایجان د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې په بشپړه توګه د قره باغ پر سیمه خپل واک ټینګ کړ.

دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ د سیمه ییزو او نړیوالو موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړې. اردوغان وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یووالی د یو مثال په توګه ولاړ دی.

د انرژۍ او ترانسپورت په برخو کې د دوه اړخیزې همکارۍ د پراختیا پر دوام ټینګار کولو سره، د تورکیې ولسمشر د ایران او اسرائیلو ترمنځ د جون ۲۴ اوربند څخه خپله خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې په سیمه کې دایمي سولې ټینګښت د ټولو په ګټه دی.

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us