تورکیه
3 دقیقې خواندن
اردوغان د اذربایجان – ارمنستان د سولې نه د ملاتړ اعلان وکړ.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان له لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره په استانبول کې لیدنه وکړه. د ویلو ده چې دا  لیدنه د سیمې د سولې لپاره یو تاریخي ګام ګڼل شوی.
اردوغان د اذربایجان – ارمنستان د سولې نه د ملاتړ اعلان وکړ.
/ Reuters
4 ساعته مخکې

اردوغان د اذربایجان – ارمنستان د سولې نه د ملاتړ اعلان وکړ.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان له لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره په استانبول کې لیدنه وکړه. د ویلو ده چې دا  لیدنه د سیمې د سولې لپاره یو تاریخي ګام ګڼل شوی.

د تورکیې د ولسمشرۍ دفتر وویل چې دواړو مشرانو د جمعې په ورځ د  استانبول د دولما باغچه په ماڼۍ کې  لیدنه وکړه. لیدنې شاوخوا یوه ساعت  دوام وکړ.

د اردوغان دفتر وویل چې تورکیه به د اذربایجان سره د ارمنستان د سولې هڅو ملاتړ وکړي، دا لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د نادره دوه اړخیزو اړیکو برخه وه.

د ولسمشرۍ دفتر زیاته کړه چې دواړو مشرانو د اسرائیل او ایران ترمنځ د وروستیو تاوتریخوالو په اړه خبرې وکړې، چې ایران د تورکیې او ارمنستان دواړو سره ګډه پوله لري.

ولسمشر اردوغان د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د روانو سولې خبرو اترو په اړه د توافق اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې تورکیه به د سیمې د پرمختګ لپاره د 'ګټې-ګټې' په اصولو ولاړې هڅې بشپړ ملاتړ وکړي.

دواړو مشرانو د تورکیې او ارمنستان ترمنځ د اړیکو د عادي کولو د بهیر په چوکاټ کې د احتمالي ګامونو په اړه هم خبرې وکړې.

اردوغان پاشینیان ته وویل چې تورکیه د قفقاز په ګډون په ټولې سیمې کې د ثبات د یقیني کولو لپاره ټولې ډیپلوماتیکې لارې کاروي، په ځانګړې توګه د ایران او اسرائیل ترمنځ د شخړو د خطرونو د مخنیوي لپاره له نورو مشرانو سره خبرې کوي.

پاشینیان د اردوغان سره خبرې ستایلې

پاشینیان په خپل ایکس پوسټ کې وویل چې هغه له اردوغان سره 'ډیرې مهمې خبرې' کړې دي چې په ترڅ کې یې د ارمنستان-تورکیې د اړیکو د عادي کولو بهیر، سیمه ییز پرمختګونه او د دوامداره خبرو اترو اهمیت وڅیړل.

هغه د تورکیې مشر ته ډاډ ورکړ چې ارمنستان د سیمې د سولې او ثبات جوړولو ته ژمن دی.

د دې لیدنې نه مخکې، د ارمنستان د پارلمان مشر الین سیمونیان خبریالانو ته وویل: 'دا یوه تاریخي لیدنه ده، ځکه چې دا به لومړی ځل وي چې د ارمنستان د جمهوریت مشر په دې کچه تورکیې ته سفر کوي.'

د اذربایجان ولسمشر الهام عليیف د پنجشنبې په ورځ تورکیې ته سفر وکړ ترڅو له اردوغان سره وویني.

هغه د دواړو هېوادونو 'مهم' اتحاد وستایه، په داسې حال کې چې د تورکیې مشر د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د سولې د جوړولو ملاتړ بیا تایید کړ.

پاشینیان هڅه کړې چې له باکو او انقرې سره اړیکې عادي کړي.

توماس دی وال، چې د کارنیګي اروپا لوړ پوړی غړی دی، فرانس پریس ته وویل: 'پاشینیان غواړي ارمنستان له انزوا څخه وباسي، او د دې لپاره غوره لاره د اذربایجان سره د سولې تړون او له تورکیې سره د اړیکو د عادي کولو تړون دی.'

هغه یوازې یو ځل مخکې تورکیې د اردوغان د ۲۰۲۳ د لوړې مراسمو لپاره سفر کړی و.

انقرې او ایروان په ۲۰۲۱ کال کې ځانګړي استازي وټاکل ترڅو د اړیکو د عادي کولو بهیر رهبري کړي، یو کال وروسته له هغه چې ارمنستان د قره باغ په جګړه کې له اذربایجان سره ماتې وخوړه.

یو کال وروسته، تورکیې او ارمنستان د دوه کلن ځنډ وروسته سوداګریزې الوتنې بیا پیل کړې.

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us