نړۍ
3 دقیقې خواندن
ټرمپ وایي چې د ایران سره د موافقې په صورت کې به دې هیواد ته د یورانیمو د غني کولو اجازه ورنکړي
ټرمپ د دوشنبې په ورځ په خپل شخصي ټروت سوشیل پلیټفارم کې ولیکل: "ایران باید له ډېر وخت وړاندې د یورانیمو له غني کولو څخه منع شوی وای. د خپلې احتمالي موافقې لاندې موږ به د یورانیمو هیڅ ډول غني کول اجازه ورنه کړو!"
ټرمپ وایي چې د ایران سره د موافقې په صورت کې به دې هیواد ته د یورانیمو د غني کولو اجازه ورنکړي
/ AP
3 جون 2025

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی چې د هغه اداره به ایران ته د یورانیمو د غني کولو اجازه ورنه کړي، که چېرې د یوې نوې موافقې امکان وي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ په خپل شخصي ټروت سوشیل پلیټفارم کې ولیکل: "ایران باید له ډېر وخت وړاندې د یورانیمو له غني کولو څخه منع شوی وای. د خپلې احتمالي موافقې لاندې موږ به د یورانیمو هیڅ ډول غني کول اجازه ورنه کړو!"

د هغه دا څرګندونې وروسته له هغې شوي چې ځینو رسنیو راپور ورکړ چې امریکا ایران ته داسې وړاندیز کړی چې د ټیټې کچې محدود غني کولو اجازه ورکړي.

د اکسیوس د راپور له مخې سره له دې چې  د ایران په اټومي تاسیساتو به نړیوال څار زیات شي دغه پلان به د نوو غني کولو ځایونو بندیز او د یورانیمو د مهمو تاسیساتو د ختمولو غوښتنه وکړي.

راپور زیاتوي چې ایران به اړ شي چې د لنډ وخت لپاره د یورانیمو د غني کولو کچه ۳ سلنې ته راټیټه کړي او ځینې ځمکې لاندې تاسیسات بند کړي. د ځمکې پر سر به غني کول د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) د معیارونو سره سم یوازې د ریکټر د سون موادو په کچه محدود شي.

دغه موافقه به سخت څارنه ولري، چې پکې د اټومي انرژۍ د نړۍوال اژانس  د اضافي پروتوکول سمدستي تطبیق شامل دی، چې ادارې ته به اجازه ورکړي چې د اعلان شویو او نااعلان شویو ځایونو په معایناتو کې چاپیریالي نمونې واخلي.

د غني کولو موضوع لا هم د اختلاف ټکی پاتې دی.

له دې وړاندې، ایران هر هغه اټومي تړون رد کړی چې د یورانیمو له غني کولو څخه یې محروم کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل: "که هدف دا وي چې ایران د خپلو سوله ییزو فعالیتونو څخه محروم کړي، نو هیڅ ډول تړون به ونه شي."

عراقچي ټینګار وکړ چې ایران په خپل اټومي پروګرام کې "هیڅ پټوالی نه لري."

"ایران یو سوله ییز اټومي پروګرام لري... موږ چمتو یو چې دا ډاډ هرې ډلې یا ادارې ته ورکړو،"

ټرمپ د نوې موافقې په لټه کې دی.

د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي خبرو پنځم پړاو د مې په ۲۳مه په روم کې د عمان په منځګړیتوب ترسره شو.

ټرمپ، چې په ۲۰۱۵ کال کې د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ له لاسلیک شوې اټومي موافقې څخه ووت، په بیا بیا ویلي چې تهران باید هیڅکله د اټومي وسلو د جوړولو اجازه ونه لري.

هغه ټینګار کړی چې باید یوه نوې موافقه وشي، چې د هغه په وینا به د پخوانۍ موافقې په پرتله سخت او د تطبیق وړ وي

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us