منځنی ختیځ
3 دقیقې خواندن
د اسرائیلو لخوا د الاقصی جومات په اړه یو بل پارونکی اقدام
عربي هېوادونو د  مصنوعي زیرکتیا سره جوړه شوې او خپرې شوې هغه ویدیو په اړه چې  د الاقصی جومات  ړنګول يي انځور کړي  دي  ډیر سخت غبرګون ښودلی دی او دا عمل يي په کلکو ټکو غندلی .
د اسرائیلو لخوا د الاقصی جومات په اړه یو بل پارونکی اقدام
Al-Aqsa Mosque is the third-holiest site in Islam. / AA
16 ساعته مخکې

افراطي اسرائيلي پلاتفورمونو يوه داسې ويډيو خپره  کړې چې پکې د اسلام درېيم سپیڅلي مکان  د بمبارۍ او پر ځای  يي د درېيم معبد جوړېدل ښکاري.

په دې ويډيو کې دا متن هم شامل دی: "راتلونکی کال په بيت المقدس... مسيح اوس."

د فلسطين د بهرنيو چارو وزارت په يو بيان کې دغه ويډيو وغندله او ويې ويل چې دا ويډيو "د عيسوي او اسلامي مقدس ځایونو د هدف ګرځولو لپاره د سيستماتيکي هڅو څرګندونه کوي."

وزارت له نړيوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې دغه موضوع په ډیره جدي  ونیسي سره او د نړيوال قانون له مخې اړين ګامونه پورته کړي ترڅو د اسرائيلي حکومت لخوا د فلسطينيانو د منزوي کولو مخه ونيول شي.

د اردن د بهرنيو چارو وزارت د رسمي خبري اژانس "پيترا" له لارې په يو بيان کې د اسرائيلي مېشتو ډلو لخوا د "نسلي او افراطي هڅو" غندنه وکړه.

په بيان کې ويل شوي چې دغه غوښتنې "د هغو هڅو سره سمون لري چې د اسرائيلي اشغال پوليسو تر ساتنې لاندې افراطي کړنې ترسره کېږي."

دغه وزارت  ټينګار وکړ چې "الاقصی جومات  د ۱۴۴ زره متر مربع مساحت سره په بشپړ ډول، يوازې د مسلمانانو  عبادت ځای دی."

وزارت زياته کړه چې "د اردن د اوقافو او اسلامي چارو وزارت پورې اړوند د بيت المقدس اوقاف او د الاقصی جومات چارو اداره د الاقصی جومات د مديريت او د هغې ته د ننوتلو د تنظيم يوازينۍ قانوني واک لري."

قطر هم دغه غندنه تکرار کړه او ويې ويل چې دغه ويډيو او پلانونه "يو خطرناک تحريک" دی چې په سيمه کې تاوتريخوالی زياتولی شي، په ځانګړې توګه د غزې په روانه جګړه کې.

د قطر د  بهرنيو چارو وزارت ټينګار وکړ چې "قطر په کلکه د الاقصی جومات، بيت المقدس، يا د هغې د مقدس ځایونو د تاريخي او قانوني حيثيت د بدلولو هر ډول هڅه ردوي."

پای نه لرونکي سرغړونې

سره له دې چې اسرائيلي چارواکي ادعا کوي چې د الاقصی جومات په اړه اوسنی وضعيت ساتل شوی، د بيت المقدس اسلامي اوقاف دغه ادعا رد کړې ده.

اوسنی وضعيت هغه ترتيب ته اشاره کوي چې د ۱۹۶۷ څخه مخکې موجود و، چې په هغې کې اوقاف د دې ځای څارنه کوي او يوازې مسلمانانو ته د عبادت اجازه ورکول کېږي.

اوقافو د دوشنبې په ورځ وويل چې د دې ځای د سپېڅلتيا پرله‌پسې سرغړونې "د دې د تاريخي، مذهبي، او قانوني حيثيت د بې ساري سرغړونې څرګندونه کوي، ځکه چې دا يوازې د مسلمانانو د عبادت ځای دی."

د ښي اړخو ډلو د تیرې یکشنبې راهیسې د يهودي پاسور د رخصتۍ پر مهال د الاقصی جومات انګړ ته د ډله‌ييزو ننوتلو غوښتنه کړې وه.

له ۲۰۰۳ کال راهيسې، اسرائيلي چارواکو غیرې قانوني یهودي  میشتو ته نږدې هره ورځ الاقصی جومات ته د ننوتلو اجازه ورکړې ده.

اسرائيل په ۱۹۶۷ کال کې د عرب-اسرائيل جګړې پر مهال ختيځ بيت المقدس، چې الاقصی جومات پکې موقعيت لري، ونيولو او په ۱۹۸۰ کال کې يې دغه ښار په يو اړخيز ډول خپل ضميمه کړ، چې نړيواله ټولنه يې نه مني.

 

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us