نړۍ
7 دقیقې خواندن
په ایران باندې د اسرائیلو د بریدونو په اړه نړیواله غندنه
د اسرائیل له پراخو پوځي بریدونو وروسته، چې د ایران اټومي او توغندیزې زېربناوې یې په نښه کړې، د نړۍ مشرانو او نړیوالو سازمانونو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو خواوو یې د زغم غوښتنه کړې ده.
په ایران باندې د اسرائیلو د بریدونو په اړه نړیواله غندنه
/ Reuters
13 جون 2025

نړیوالې ټولنې د اسرائیلو د پراخو پوځي بریدونو په اړه چې په ایران کې یې د اټومي او توغندیو مهمې سیمې په نښه کړې او د ایران د لوړپوړو پوځي چارواکو د وژل کېدو لامل شوې، سخت غبرګون ښودلی دی. په وژل شویو کسانو کې د ایران د پوځ مشر محمد باقري او د سپاه پاسداران مشر حسین سلامي شامل دي.

دغه بې‌ساری کړکېچ د ملګرو ملتونو، لویو نړیوالو قدرتونو او د سیمې د نورو اړخونو له‌خوا د تاوتریخوالي د کمولو او زغم غوښتنې راپورته کړې دي، ځکه چې د منځني ختیځ د پراخې جګړې وېره شته.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د منځني ختیځ کړکېچ غندلی دی

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د پنجشنبې په ماښام یوه اعلامیه خپره کړه چې په کې یې د اسرائیلو د بریدونو په ترڅ کې د منځني ختیځ د کړکېچ غندنه وکړه.

د ګوتریش ویاند فرحان حق د هغه په حواله وویل: "عمومي منشي د منځني ختیځ هر ډول پوځي کړکېچ غندي." په اعلامیه کې زیاته شوې چې ګوتریش په ځانګړې توګه د ایران په اټومي تاسیساتو د اسرائیلو بریدونو په اړه اندېښمن دی، په داسې حال کې چې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې روانې دي.

اعلامیه غړو هېوادونو ته یادونه وکړه چې د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو سره سم عمل وکړي. په اعلامیه کې راغلي چې عمومي منشي دواړو اړخونو ته د زغم غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې باید د ژور کړکېچ مخه ونیول شي، ځکه چې سیمه د دې وضعیت توان نه لري.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په یوټیوب کې په خپله وینا کې وویل چې د دوی ځواکونو د ایران د اټومي غني کولو پروګرام زړه په نښه کړی دی. هغه زیاته کړه: "موږ د ایران د اټومي وسلو جوړولو پروګرام زړه وویشت."

په ورته وخت کې، د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړ چې د اسرائیلو بریدونو د ایران د سپاه پاسداران قوماندان جنرال حسین سلامي په ګډون لوړپوړي پوځي چارواکي وژلي دي.

د ایران ستر مشر علي خامنه اي ژمنه وکړه چې اسرائیلو ته به "سخته سزا" ورکړي. هغه وویل: "صهیونیستي رژیم نن سهار زموږ په ګران هېواد کې د خپلو شیطاني او وینو لړلو لاسونو سره جرم وکړ. دوی د استوګنې سیمې په نښه کولو سره خپله بد نیتي نوره هم ښکاره کړه."

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر: "خطرناک حالت"

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیوډ لامي د اسرائیلو د شپې بریدونه په ایران باندې "خطرناک حالت" وباله او له ټولو اړخونو یې د زغم غوښتنه وکړه.

سعودي عربستان د اسراییلو "ښکاره تېري" غندلي دي

ریاض، چې دوه کاله وړاندې له تهران سره پخلاینه وکړه، د اسرائیلو د بریدونو څپه هم وغندله. د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل: "د سعودي عربستان پاچاهي د ورور اسلامي جمهوریت ایران پر وړاندې د اسرائیلو ښکاره تېري په کلکه غندي او د دې هېواد حاکمیت او امنیت ته زیان رسوي او د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده."   

ټرمپ وايي هیله لري چې د ایران سره اټومي خبرې بیا پیل کړي

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې هیله لري ایران به د پراخو اسرائیلي هوايي بریدونو وروسته چې تهران او نور ایراني ښارونه یې په نښه کړل، د خبرو میز ته راستون شي.

د فاکس نیوز د ملي امنیت خبریالې جینیفر ګریفین په ایکس کې ولیکل چې د دوی ټیم د اسرائیلو د بریدونو په اړه له ټرمپ سره خبرې کړې دي. ټرمپ وویل: "ایران باید اټومي بم ونه لري، او موږ هیله لرو چې د خبرو میز ته راستون شو. موږ به وګورو. داسې څو مشران شته چې بېرته نه راځي."

ټرمپ زیاته کړه چې د بریدونو څخه مخکې خبر و، خو ټینګار یې وکړ چې په دې کې د امریکا پوځي لاس وهنه نه وه.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) په لوړ خبرداري حالت کې ده، ځکه چې ټرمپ ګوري چې که د ایران لخوا غبرګون وښودل شي، نو امریکا به د ځان او اسرائیلو دفاع وکړي.

د جاپان غبرګون: د اسرائیلو بریدونه غندي

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر تاکیشي ایوایا د جمعې په ورځ په توکیو کې خبریالانو ته وویل چې جاپان د اسرائیلو هوايي بریدونه په کلکه غندي او له ټولو اړخونو یې د زغم غوښتنه وکړه.

هغه وویل: "موږ وروستي اقدامات چې وضعیت لا پسې خرابوي، په کلکه غندو. د منځني ختیځ سیمه کې سوله او ثبات د جاپان لپاره خورا مهم دي، او موږ له ټولو اړخونو غواړو چې د زغم او ارامۍ څخه کار واخلي."

اردن خپل هوايي حریم بند کړ

اردن اعلان وکړ چې خپل هوايي حریم به د هر ډول الوتنو لپاره بند وساتي. د حکومت ویاند او د حکومت د اړیکو وزیر محمد المومني وویل: "پاچاهي به د خپل هوايي حریم د سرغړونې اجازه ورنه کړي، او دا به د هېڅ جګړې لپاره د جګړې ډګر نه وي."

هغه زیاته کړه: "د هېواد امنیت یوه سره کرښه ده. نړیواله ټولنه باید اړخونو باندې فشار راوړي چې ارامي راولي او د سیمې د کړکېچ د زیاتېدو مخه ونیسي."

عمان وايي د اسرائیلو بریدونه د ډیپلوماټیکو حللارو ته زیان رسوي

عمان، چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي خبرو اترو یو مهم منځګړی دی، خبرداری ورکړ چې د اسرائیلو بریدونه "ډیپلوماټیک حللارو ته زیان رسوي او د سیمې امنیت او ثبات کمزوری کوي." د عمان دولتي خبري اژانس راپور ورکړی.

د اسیا پاسیفیک غبرګون د اسرائیلو بریدونو ته

استرالیا او نیوزیلینډ د جمعې په ورځ د اسرائیلو او ایران ترمنځ د کړکېچ په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه. د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پيني وانګ وویل چې هېواد یې د دې پرمختګونو په اړه "اندېښمن" دی.  

هغې وویل: "موږ ټول د ایران د اټومي او بالستیک توغندیو پروګرام ګواښ درک کوو. دا د نړیوالې سولې او امنیت لپاره ګواښ دی، او موږ له اړخونو غواړو چې د خبرو او ډیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکړي."

د نیوزیلینډ د بهرنیو چارو وزیر وینسټن پیټرز وویل چې هېواد یې د کړکېچ په اړه ژوره اندېښنه لري او خبرداری یې ورکړ چې هر ډول نور غچ اخیستونکي اقدامات "د سیمې د جګړې خطر زیاتوي."

پیټرز: "دا به په منځني ختیځ کې ناوریني پایلې ولري"

پیټرز په ایکس (پخوانی ټویټر) کې په یوه پوسټ کې لیکلي: دا به په منځني ختیځ کې ویجاړونکي او ناوریني پایلې ولري. دا ډېر مهم دی چې ټول لوري د شخړې د کمولو لپاره هڅې وکړي. د سیمې د امنیت لپاره تر ټولو ښه لاره د امریکا او ایران ترمنځ روانې خبرې دي."

هغه زیاته کړې :موږ چارواکو ته ویلي چې دا پیغامونه ژر او مستقیم د اسرائیل او ایران سفیرانو ته په نیوزیلنډ کې ورسوي."

پیټرز وویل، نیوزیلنډ د خپلو کارکوونکو خوندیتوب ته په ایران کې، او د نیوزیلنډي اتباعو امنیت ته په پراخې سیمې کې ځانګړې پاملرنه لري.

د چین سفارت: وضعیت سخت او پېچلی دی

په تهران کې د چین سفارت د ایران د وروستي امنیتي وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او هغه یې "سخت او پېچلی" بللی دی. سفارت له چینایي اتباعو او شرکتونو غوښتي چې وضعیت له نږدې وڅاري او احتیاطي تدابیر ونیسي.

د  South China Morning Post د راپور له مخې، د سفارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي:
"په ایران کې د چین سفارت یادونه کوي چې چینايي اتباع او سوداګر دې د وضعیت له نږدې څارنه وکړي، د امنیت هوښیاري زیاته کړي، او خپل حفاظتي تدابیر پیاوړي کړي."

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us