نړۍ
2 دقیقې لوستل
روسیې د اوکرایني ځواکونو په یو روزنیز مرکز د توغندي سره برید کړی دی.
د اوکراین د ځمکنیو ځواکونو په وینا د روسیې یو توغندی د اوکراین د ځمکنیو ځواکونو په یوه روزنیز مرکز لګیدلی دی ، چې په پایله کې درې سرتیري وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
روسیې د اوکرایني ځواکونو په یو روزنیز مرکز د توغندي سره برید کړی دی.
/ AP
30 جولای 2025

روسیې د اوکرایني ځواکونو په یو روزنیز مرکز د توغندي سره برید کړی دی.

د اوکراین د ځمکنیو ځواکونو په وینا د روسیې یو توغندی د اوکراین د ځمکنیو ځواکونو په یوه روزنیز مرکز لګیدلی دی ، چې په پایله کې درې سرتیري وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د اوکراین د ځمکنیو ځواکونو قوماندانۍ  د ټیلیګرام له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې  "پرون، د جولای ۲۹مه، دښمن د اوکراین د وسله والو ځواکونو د ځمکنیو ځواکونو د یوې روزنیزې واحد په سیمه توغندی وویشت."

په بیان کې زیاته شوې: "د امنیتي تدابیرو سره سره، له بده مرغه، د پرسونل د تلفاتو مخنیوی په بشپړه توګه ممکن نه و. د شپې د ۹ نیمو  بجو پورې، معلومه شوې چې پدې پيښه کې درې سرتیري وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان  شوي دي.

په بیان کې د برید د ځای په اړه مشخص معلومات نه دي ورکړل شوي، خو ځینو پوځي بلاګرانو ویلي چې برید د اوکراین شمالي سرحد ته نږدې د چرنیهیف په سیمه کې شوی دی.

د جون په میاشت کې، د اوکراین  په یو بل روزنیز مرکز د برید په ترڅ کې، چې د اوکراین په مرکزي سیمه کې ترسره شوی و، ۱۲ سرتیري وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي وو.

هغه برید د دې لامل شو چې د اوکراین د ځمکنیو ځواکونو قوماندان استعفا ورکړي، چې وروسته بیا په بل ځای کې دنده ورکړل شوه.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us