د ملګرو ملتونو لپاره د پاکستان استازي عاصم افتخار د دوشنبې په شپه رسنیو ته وویل چې د دوی موخې په لویه کچه ترلاسه شوې دي.
هغه وویل: "د شورا څو غړو د ټولو مسایلو د سوله ییز حل، په ځانګړې توګه د جمو او کشمېر د شخړې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړو او د کشمیري خلکو د هیلو سره سم د حل اړتیا په رسمیت وپېژندله."
هغه زیاته کړه: "دا هم څرګنده وه چې سیمه ییز ثبات د یو اړخیزو اقداماتو له لارې نه شي ساتل کېدای، بلکې اصولي ډیپلوماسي، ښکېلتیا او د نړیوالو قوانینو پابندي ته اړتیا لري."
هند تر اوسه د دې غونډې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
تاوتریخوالی هغه وخت زیات شو کله چې د اپرېل په ۲۲مه د هند تر ولکې لاندې کشمېر په پاهلګام ښار کې ۲۶ کسان، چې ډېری یې د هند هندو سیلانیان وو، ووژل شول. هند د دې پېښې پړه پر پاکستان اچولې، خو تر اوسه پورې کوم شواهد ندي وړاندې کړي.
پاکستان دا تورونه رد کړي او د بې پرې پلټنو غوښتنه یې کړې ده.
هند ویلي چې د ۱۹۶۰ کال د اندس د اوبو تړون په ځنډولو سره به پر پاکستان د اوبو هر څاڅکی بند کړي.
پاکستان ویلي چې د اوبو بندول د جګړې د اعلان په معنا دي او خپل پوځ یې په بشپړ چمتووالي کې ساتلی، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې د کابینې وزیر عطاالله تارړ وویل چې هند هر وخت جګړه پیلولی شي.
پاکستان ویلي چې د هند د دې یو اړخیز اقدام په اړه یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کړی دی.
افتخار وویل: "موږ د هند د اندس د اوبو تړون د ځنډېدو په اړه خبرداری ورکړ، چې دا یو قانوني تړون دی او د نړیوال بانک په منځګړیتوب په جګړو کې هم ساتل شوی دی."
هغه زیاته کړه: "اوبه ژوند دی، نه وسله. دا سیندونه د ۲۴۰ میلیونه پاکستانیانو ژوند ته دوام ورکوي، او د دوی د بهیر هر ډول ګډوډول تېری ګڼل کېږي، چې که ورته اجازه ورکړل شي، نو د هر ټیټ جریان لرونکي هېواد لپاره به خطرناک وي."
افتخار وویل چې امنیت شورا ته یادونه وشوه چې د کشمېر شخړه د جنوبي آسیا د بې ثباتۍ یو مهم عامل دی.
هغه وویل: "د کشمیري خلکو پر وړاندې د بشري حقونو جدي سرغړونې، له محکمې پرته وژنې، د خلکو نیول، د خلکو لا درکه کیدل، شکنجه، د کورونو نړول، د بیان او رسنیو محدودیتونه او د دوی د ځان ټاکنې د حق سیستماتیک انکار دوام لري."
د هند بې بنسټه تورونه
د امنیت شورا د غونډې نه مخکې، پاکستان د اسلامي همکاریو سازمان پوره ملاتړ هم ترلاسه کړ. دې سازمان د هند "بې بنسټه تورونه" د جنوبي آسیا د تاوتریخوالي یو مهم عامل وباله.
د اسلامي همکاریو سازمان د کشمېر د شخړې د حل لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اړوندو پرېکړو پر بنسټ د ټولپوښتنې غوښتنه وکړه. دا سیمه د هند او پاکستان ترمنځ وېشل شوې ده، چې دواړه هېوادونه یې په بشپړ ډول خپله بولي.
دواړو هېوادونو د دې هیمالیایي سیمې پر سر درې جګړې کړې دي، چې دوه یې د کشمېر د شخړې له امله وې. د دوی اړیکې د جګړو، توندې ډیپلوماسۍ او متقابل شکونو له امله اغېزمنې شوې دي.