د اپریل ۲۳مې د ملي حاکمیت او ماشومانو د ورځې او د تورکیې د ملي شورا د پرانیستلو د ۱۰۵مې کلیزې د لمانځلو په چوکاټ کې لومړنۍ لمانځغونډه د تورکیې په پارلمان کې د اتاترک د یادګار څلي مخې ته جوړه شوه .
وروسته له هغه چې د تورکیې د ملي شورا رئیس نعمان کورتولموش د اتاترک یادګار څلي ته ګلانو کیډۍ کیښوده، لومړی د اتاترک په درناوي یوه شیبه چوپتیا وشوه او وروسته ملي سرود وغږول شو.
پدې مراسمو کې د تورکیې د ملي شورا رئیس سربیره د ولسمشر مرستیال جودت یلماز، د ټولو سیاسي ګوندونو مشرانو، د پارلمان وکیلانو او کابینې وزیرانو برخه اخیستې وه.
د تورکیې په ملي شورا کې د لومړنۍ لمانغونډې نه وروسته د تورکیې د ملي شورا په مشرۍ هیئت په ګډه د اتاترک مزار زیارت وکړ.
د تورکیې ملي شورا د رئیس نعمان کورتولموش په مشرۍ هیئت لومړی د اتاترک په مزار د ګلانو ګیډۍ کیښوده او وروسته د هغه معنوي حضور ته د درناوي په پار یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه. همداشان د درناوي د مراسمو نه وروسته د تورکیې ملي سرود وغږول شو.
کورټولموش، وروسته د اتاترک د مزار په ځانګړي کتاب کې لاسلیک وکړ او داسې ولیکل !
"زموږ د خپلواکۍ د جګړې سرقوماندان، د تورکیې د ملي شورا لومړی مشر، زموږ د جمهوریت بنسټ ایښودونکی، ګرانه اتاترک؛ هغه ملي شورا چې زموږ ګران ملت د ۱۹۲۰ کال د اپریل په ۲۳ مه د ټولو ستونزو په وړاندې د قیام په یوه لوی روح او د خپلواکۍ د ایډیال سره پرانیسته چې خپلواکي پرته د کوم شرط او قید نه ملت ته وسپارله، نن په خپل ۱۰۵ کلیزه کې په ورته هوډ او قوي ارادې سره خپل کار ته دوام ورکوي. زموږ بنسټیز اصل ملي حاکمیت دی. زموږ هدف د خپل ملت د هوساینې زیاتول، زموږ ډیموکراسي او د قانون حاکمیت پیاوړی کول دي. دا زموږ بنسټیز دنده ده چې د ملي تړون له اهدافو څخه انحراف پرته خپل ملي یووالي وساتو. تل د دې بنسټ د اصولو او لید په یاد ساتلو سره، موږ د خپل جمهوریت دوهمه پیړۍ د تورکیې پیړۍ جوړولو اراده لرو، چې کلمه یې قوي ده او ځواک یې په هر ډګر کې اغیزمن دی. د دې لوی چت لاندې د خدمت کولو د ملت د استازو په توګه، موږ به هیڅکله د خپلواکۍ د ایډیال او د جمهوریت ارزښتونو لاس په سر نشو، کوم چې د ملت ارادې ته لومړیتوب ورکوي.
نن ورځ، دا تر بل هر وخت ډیره مهمه ده چې زموږ په هیواد او نړۍ کې د ټولو ماشومانو په مخونو موسکا راوړو. د اپریل ۲۳مه نه یوازې زموږ د هیواد د ماشومانو لپاره، بلکې د نړۍ د ټولو ماشومانو لپاره چې د جګړو، مهاجرتونو، بې عدالتیو، بحرانونو او بې وزلۍ دروند بار په غاړه لري، د جشن او د یادونې ورځ ده. موږ باور لرو چې د اپریل ۲۳مه د خپل راتلونکي د جوړولو او د نړیوالې سولې د لټون لپاره زموږ د هوډ لپاره هم یو فرصت دی. موږ به په ملي یووالي او پیوستون کې کار ته دوام ورکړو ترڅو د تیرو میراثونو وړ راتلونکی جوړ کړو.
موږ په ټولو شرایطو کې د ډیموکراسۍ، قانون او انساني وقار څخه د دفاع لپاره خپله هوډ بیا تاییدوو، د خپلو ملت ارادې ته ژمن پاتې کیږو. زه د پارلمان د ټولو غړو، په ځانګړې توګه ستاسو جلالتمآب، چې د لومړي پارلمان راهیسې یې د ملي حاکمیت ساتنه کړې، زموږ شهیدان او سرتیري په درناوي سره یادوم. د اپریل ۲۳مه د ملي حاکمیت او ماشومانو ورځ مو مبارک شه.