نوښتګري
6 دقیقې خواندن
برانډونه ځلیدل او راپرځیدل
څه شی ددې لامل کیږي چې مشهور برانډونه په ناڅاپي توګه له بازاره ورک شي؟
برانډونه ځلیدل او راپرځیدل
27 ژانویه 2025

 

دا هغه څه دي چې موږ ټول یې شاهدان یو... یوه (برانډ) چې موږ یې هره ورځ په باور سره کاروو، ناڅاپه ورکیږي.

کوډک کمپنۍ په یاد راوړئ  یو وخت د عکاسۍ پاچا و.

بلک‌بېري هغه ټیلیفون و چې هر چا یې د ترلاسه کولو هیله درلوده.

د نوکیا کمپنۍ د افسانوي ټیلیفونونو تولیدونکی و.

یوازې لږه موده مخکې، ددې برانډونو نښې او نښانې هر ځای کې لیدل کیدې، خو نن یا له منځه تللې دي یا د نوي نسل لپاره نا پېژندل شوې نښې ګرځېدلي دي.

نن ورځ مونږ دې لست ته د یوې بلې افسانې یا مشهور برانډ د اضافه کیدو شاهدي کوو: ټپروېیر (Tupperware) د خوراکي توکو د محافظت هغه برانډ یا مارکه چې د میلیونونو خلکو ژوند یې بدل کړی و، له کلونو هڅو وروسته چې په خپلو پښو دریدلی وو، د دیوالیه کېدو (افلاس) غوښتنه کړې ده.

نو، څه وشول چې د یو وخت پیاوړو نښو (برانډونو) خپل د هسکې څوکې ځای له لاسه ورکړو؟

په دې برخه کې به ، موږ  د ټپروېیر د ځلېدو او راپرځېدو په بهیر بحث وکړو؛ او ووینو چې ایا دا هم  د

کوډک، بلک‌بېري، نوکیا او نورو برانډونو په څیر  ورته کیسه او درس لري او که نه؟

ټپر وېر (Tupperware) په ۱۹۴۰مو کلونو کې په امریکا کې د کورونو نه بېلېدونکې محصول  وګرځېد. دا پلاستيکي لوښي، چې د کیمیا پوه ایرل ټپر (Earl Tupper) لخوا اختراع شوي وو، د نفتو د تصفیې له پروسې څخه ترلاسه شویو کیمیاوي پاتې شونو په کارولو سره تولید شول. دا لوښي د خوراکي توکو د ساتلو لپاره کارېدل او خلکو سره یې د ضایعاتو په کمولو کې مرسته کوله، چې دا د دویمې نړیوالې جګړې وروسته دوره کې ډېر مهم و.

په حقیقت کې، ټپر وېر یوازې د خوراکي توکو ساتلو پورې محدود نه و ، د "ټپر وېر پارټیو" په مرسته دا په یوه کلتوري حرکت بدل شو. دا حرکت په اصل کې یوه بېسارې بازار موندنې ستراتیژي وه چې ښځو ته یې د خپلواکو پلور استازو په توګه کار ورکوه. ښځو به په خپلو کورونو کې "ټپر وېر پارټۍ" جوړولې او محصولات به یې په خپلو ملګرو او ګاونډیانو په مستقیم ډول پلورل.

د لسیزو لپاره دا ماډل بریالی و. شرکت د امریکا نه بهر هم وغځېد. خو لکه څنګه  چې د پیرودلو عادتونه بدل شول، ټپر وېر له ستونزو سره مخ شو. آنلاین پیرود او نوو سیالانو، پخواني میتودونه لږ اغېزمن کړل. د عصري کېدو هڅو سره سره، ټپر وېر ونه شو کولای چې خپل پخوانی عظمت بیا ترلاسه کړي. په پای کې، د پورونو د زیاتوالي او پلور د کمېدو له امله شرکت د دیوالیه کېدو غوښتنه وړاندې کړه.

 

کوډک د داسې یوې شرکت کلاسیکه بېلګه ده چې راتلونکی یې اختراع کړ خو ورته چمتو نه و. په ۱۹۷۰مو کلونو کې، کوډک ډیجیټل عکاسي اختراع کړه. دا هغه ټکنالوژي وه چې د عکاسي د فلمونو ځای ناستې وه. خو شرکت ونه شو کولای له دې ګټې څخه استفاده وکړي.

په داسې حال کې چې د سوني ((sony او کانون ( (Canon په څېر سیالانو د ډیجیټل کامرو سره پرمختګ کاوه، کوډک په فلم پورې تړلی پاتې شو. کله چې کوډک کمپنۍ دا خبره درک کړه او هڅه یې وکړه چې له بازار سره ځان برابر کړي، نو ډېر ناوخته و. په ۲۰۱۲ کال کې، کوډک د دیوالیه کېدو غوښتنه وړاندې کړه. دا د عکاسۍ په نړۍ واکمن شوی یوه شرکت لپاره یو خواشینونکی پای و.

 

د کلونو لپاره ، بلک‌بېري هغه تیلیفون و چې هر چا يي د درلودو هیله او غوښته درلوده. دې تیلیفون کوچنۍ کیبورډ درلود، چې د ایمیلونو لیکل یې اسانه کول. خو کله چې اېپل په ۲۰۰۷ کال کې آیفون معرفي کړ، هر څه بدل شول. د آیفون نازک ډیزاین او د ټچ سکرین ځانګړتیاو د بلک‌بېري تیلیفونونه جاذبه له منځه یوړوه او هغه يي زاړه (بې موډه) ښکاره کړل.

بلک‌بېري ونه شو کولای د ځیرک ټیلیفونونو انقلاب سره ځان برابر کړي. شرکت د ټیلیفون تولید پرېښود او خپل شتون ته یې په سافټویر، په ځانګړې توګه د سایبري امنیت په برخه کې، ادامه ورکړه.

دا مثالونه موږ ته دا راښیي چې حتی تر ټولو مشهور برانډونه  هم د وخت په تېرېدو سره باید بدلون ومومي.

په دې نقطه کې باید د نوکیا یادونه هم وشي. د ۲۰۰۰مو کلونو په پیل کې، نوکیا د ګرځنده ټیلیفونونو تر ټولو لوی او مشهور نوم و. تیلیفونونه یې قوي، باوري او د هر چا په لاس کې وو. خو لکه د بلک‌بېري په څېر، نوکیا هم د ځیرک ټیلیفونونو په لور په حرکت کې پاتې راغی.

نوکیا د بهیر ( (trendد تعقیبولو لپاره د مایکروسافټ سره ګډه همکاري وکړه او د وینډوز تیلیفونونه یې جوړ کړل، خو بریالي نه شول. کله چې ۲۰۱۶ کال راورسېد، نوکیا له ټیلیفون جوړولو له کار څخه وتلی و. نن ورځ، شرکت د مخابراتي زیربناوو باندې تمرکز کوي، او د ګرځنده ټیلیفون په برخه کې هغه مشري چې یو وخت یې لرله، اوس يي د لاسه ورکړې ده .

نور ډېر شرکتونه هم له لویو ستونزو سره مخ شول. د نړۍ له تر ټولو لویو د لوبو توکو پلورنځیو له زنځیرونو څخه یو، ټویز 'آر' یو اس (Toys 'R' Us)، په ۲۰۱۷ کال کې د ۵ میلیاردو ډالرو پور له امله دیوالیه  یا افلاس اعلان وکړ او په امریکا کې یې خپل پلورنځي وتړل. خو اوس د نوو مالکانو تر مشرۍ لاندې هڅه کوي بېرته راوګرځي.

اورکټ (Orkut)، چې په ۲۰۰۰مو کلونو کې د فېسبوک سیال ټولنیزه رسنۍ پلیټفارم و، خپل شهرت له لاسه ورکړ او ګوګل په ۲۰۱۴ کال کې هغه وتړه. د دې بنسټ‌اېښودونکی، اورکوت بویوککوکتن (Orkut Buyukkokten)، اوس د پلیټفارم په نوې نسخه کار کوي.

توشیبا (Toshiba)، که څه هم خپل افلاس  ندی اعلان کړی، خو له مالي رسوایو سره د لویو ستونزو سره مخ شو. په ۲۰۲۱ کال کې، د پانګه‌والو یوې ډلې توشیبا وپېرله او په یوه خصوصي شرکت یې بدله کړه، چې دا د نښې د عامه شرکت په توګه اوږد تاریخ پای ته ورساوه.

له دې ټولو کیسو څخه، که ټپر وېر وي، که کوډک، نوکیا یا توشیبا، دا درس اخیستلی شو چې یوازې نوښت بسنه نه کوي. په پرله‌پسې بدلېدونکې نړۍ کې، شرکتونه هم باید په دوامداره توګه ځانونه عیار کړي. هغه څوک چې دا نشي کولی، د تاریخ په پاڼو کې د ورکېدو له خطر سره مخ کېږي.

خو هیله هم شته. ځینې نښې نوو برخو ته په داخلېدو یا په هغو ساحو تمرکز کولو سره چې پکې ځواکمن دي، ځانونه بیا کشف کولو کې بریالي کېږي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
TRT Global ته یوه نظر واخلئ. خپلې نظریات شریک کړئ!
Contact us