اسوشیتید پرس خبري اژانس ویلي دي چې ایران په قطر کې پر امریکايي هډې د برید سره د امریکا لخوا د خوندي مخابراتو لپاره کاریدونکی انتن جدي زیان لیدلی وي.
اسوشیتید پرس خبري اژانس د ایران لخوا په قطر کې د امریکايي ځواکونو پر هډې د برید اړوند د مصنوعي سپوږمه کۍ د انځورونو د تحلیل په اړه نن جمعې په خپور کړي راپور کې ویلي دي چې ، ایران ایران په قطر کې پر امریکايي هډې د برید سره د امریکا لخوا د خوندي مخابراتو لپاره کاریدونکی انتن جدي زیان لیدلی وي
د امریکا پوځ او د قطر چارواکو تر اوسه د دې زیان په اړه د نظر څرګندولو غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی. د جون په ۲۳مه نېټه د قطر پلازمېنې دوحې ته نږدې د العُدید هوايي هډې باندې د ایران برید د امریکا لخوا په تهران کې د درې اټومي ځایونو د بمبارۍ په ځواب کې ترسره شو.
د ایران برید لږ زیان اړولی و، چې ښايي د دې لامل دا وي چې امریکا د برید څخه مخکې خپلې الوتکې له دې هډې څخه ایستلې وې. دا هډه د امریکا د مرکزي قوماندې د مخکینۍ مرکز کوربه ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران د برید وخت او څرنګوالی مخکې له مخکې څرګند کړی و، چې دې کار امریکایي او قطري هوايي دفاع ته د چمتووالي فرصت ورکړ. برید په منځني ختیځ کې هوايي ټرافیک د لنډې مودې لپاره ځنډولی وو، خو هغه سیمهییزه جګړه چې شنونکو یې وېره درلوده، پیل نه شوه.
د سپوږمکۍ انځورونه چې د پلانیټ لابز PBC لخوا اخیستل شوي، د جون په ۲۳مه د سهار وختي د العُدید هوايي اډې ګنبد ښکاره کوي، څو ساعته مخکې له دې چې برید ترسره شي. د امریکا هوايي ځواک د ۲۰۱۶ کال په یوه اعلامیه کې د دې ۱۵ میلیونه ډالري تجهیزاتو د نصبولو خبر ورکړی و، چې د عصري مخابراتي سیستم په توګه پېژندل کېږي.
د سپوږمکۍ انځورونه چې د جون په ۲۵مه او وروسته هره ورځ اخیستل شوي، ښيي چې ګنبد له منځه تللی او نږدې ودانۍ ته لږ زیان رسېدلی دی. د هډې پاتې برخه په انځورونو کې ډېره نه ده اغېزمنه شوې.
دا امکان شته چې کومه ټوټه یا بل څه په ګنبد لګېدلی وي، خو د ګنبد د بشپړ له منځه تلو په نظر کې نیولو سره، دا ښايي د ایران برید وي، چې احتمالاً د بم وړونکي ډرون په وسیله ترسره شوی وي، ځکه چې د شاوخوا ودانیو زیان محدود دی.
په لندن کې مېشت د ایران نړیوال خبري چینل د سپوږمکۍ انځورونو په حواله د دې زیان راپور ورکړی و، چې د بلې سرچینې لخوا اخیستل شوي وو.
په امریکا کې ټرمپ د ایران برید ته د "ډېر کمزوري غبرګون" نوم ورکړ. هغه ویلي و چې تهران ۱۴ توغندي ویشتلي، چې ۱۳ یې شنډ شوي او یو یې "آزاد" پاتې شوی ځکه چې هغه په "غیر ګواښونکي" لوري روان و.
هغه په خپله وېبپاڼه ټروت سوشیال کې لیکلي: "زه له ایران څخه مننه کوم چې موږ ته یې مخکې له مخکې خبر راکړ، چې دې کار د دې امکان برابر کړ چې هېڅوک ژوند له لاسه ورنه کړي او هېڅوک ټپي نه شي."
د برید وروسته، د ایران انقلابي ساتونکو ویلي چې هوايي هډه د "ویجاړونکي او ځواکمن توغندیز برید" هدف ګرځېدلې وه. د ایران د ملي امنیت عالي شورا هم ادعا کړې چې هډه "ویجاړه" شوې، خو د زیان په اړه یې کوم مشخص معلومات نه دي وړاندې کړي.
داسې ښکاري چې د ایران د مشر علي خامنهيي یو سلاکار په جلا توګه ادعا کړې چې د برید له امله د هډې مخابراتي سیستمونه پرې شوي وو، چې ښايي د ګنبد د زیان په اړه یې معلومات درلودل.