عربي هېوادونو وروسته له هغې چې د اسرائيلو هوايي بريدونو د ايران د اټومي تاسيساتو، لوړپوړو پوځي شخصيتونو او ملکي وګړو په نښه کولو سره لسګونه کسان ووژل او سلګونه نور يې ټپيان کړل د سيمې د کړکېچونو د کنټرول لپاره خپل ډيپلوماتيکي هڅې زياتې کړې دي.
سعودي عربستان، قطر، مصر، اردن، کوېټ، عراق او فلسطين د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې د اسرائيلو له لوري د ايران پر وړاندې د بريدونو او د تهران د غچ اخيستونکو بريدونو له امله سيمه ييزه جګړه رامنځته کېدای شي. په دې بريدونو کې يو اسرائيلي وژل شوی او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د دې وضعيت په اړه د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرې وکړې. د سعودي د بهرنيو چارو وزير هم له خپل ايراني سيال سره خبرې وکړې او د اسرائيلو بريدونه يې د سيمه ييزې ډيپلوماسۍ لپاره يو شاتګ وباله.
د قطر د بهرنيو چارو وزير د "ژورې اندېښنې" څرګندونه وکړه او ژمنه يې وکړه چې د نورو هېوادونو سره په ګډه به د کړکېچ د لا زياتېدو مخه ونيسي. متحده عربي امارات، عمان، مصر، اردن، کوېټ او عراق هم ورته خبرداري ورکړي او له ټولو اړخونو يې غوښتنه کړې چې د ملي حاکميت درناوی وکړي او د ډيپلوماټيکو حل لارو لټه وکړي.
د اردن د بهرنيو چارو وزير خبرداری ورکړ چې هېواد به يې د هوايي حريم سرغړونې ونه زغمي. عراق د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته رسمي شکايت وړاندې کړ او د اسرائيلو له لوري د عراقي هوايي حريم د کارونې په اړه يې د حساب ورکولو غوښتنه وکړه.
د فلسطين چارواکو هم د سيمه ييزې همغږۍ غوښتنه وکړه څو د دې وضعيت د پراخې جګړې په لور د تللو مخه ونيول شي.
اسرائيلو د جمعې په سهار د ايران پر وړاندې بريدونه پيل کړل، چې د ايران اټومي، پوځي او ملکي سيمې يې په نښه کړې او د دې هېواد لوړپوړي پوځي قوماندانان او ساينس پوهان يې ووژل. دغه بريدونه د جمعې تر ماښام پورې روان وو، چې په ترڅ کې يې د تهران، نطنز، تبريز او اصفهان ښارونه په نښه شول.
ايران د جمعې په شپه د "حقيقي ژمنې درېيم عمليات" په نوم د غچ اخيستونکي بريد په ترڅ کې د اسرائيلو پر ګڼو سيمو بريدونه وکړل، چې په دې کې د تل ابيب ښار هم شامل و. د ايران توغنديو د اسرائيل د پوځ مرکزي قوماندانۍ او د دفاع وزارت ودانۍ، چې د اسرائيلو "پنټاګون" بلل کېږي، په نښه کړې.