ساینس او ټکنالوژي
2 دقیقې لوستل
د دفاعي صنایعو ۱۷م نړیوال نندارتون، IDEF" ۲۰۲۵" پیل شو.
د ویلو ده چې  سږکال پدې نندارتون کې  د ۳۳ هیوادونو څخه وزیران او د ۱۲۰ څخه ډیر هیوادونو څخه مرستیال وزیران او لوی درستیزانو په کچه میلمانه به  ګډون وکړي.
د دفاعي صنایعو ۱۷م نړیوال نندارتون، IDEF" ۲۰۲۵" پیل شو.
/ AA
22 جولای 2025

د دفاعي صنایعو ۱۷م نړیوال نندارتون، IDEF" ۲۰۲۵" پیل شو.

دغه نړۍوال نندارتون چې د تورکیې د ملي دفاع وزارت په  کوربه توب، د دفاعي صنایعو د ریاست په ملاتړ، د تورکیې د وسله والو ځواکونو صنایعو د پراختیا  د بنسټ د مدیریت او مسؤلیت لاندې، او د KFA نندارتونو د  شرکت لخوا تنظیم شوی،IDEF  ۲۰۲۵ نړۍوال نندارتون خپلې  دروازې د لیدونکو پر مخ پرانیستې.

د ویلو ده چې دا نندارتون د استانبول د استانبول د نندارتون په مرکز کې پرانیستل شو.

د ویلو ده چې  سږکال پدې نندارتون کې  د ۳۳ هیوادونو څخه وزیران او د ۱۲۰ څخه ډیر هیوادونو څخه مرستیال وزیران او لوی درستیزانو په کچه میلمانه به  ګډون وکړي.

د ۴۴ هیوادونو ګډونوال به پدې نړۍوال نندارون کې  غرفې ولري، چیرې چې له ۴۰۰ څخه ډیر نړیوال شرکتونه به خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي. د نندارتون د ځمکنیو وسایطو برخه  کې به اصلي جنګي ټانکونه، زغره وال جنګي وسایط، بریښنایی جنګي سیسټمونه، راکټونه او لارښود توغندي، تاکتیکي بالستیک توغندي، د هوایی دفاع توغندي، او پرته د چلوونکي ځمکني وسایط  نندارې ته وړاندې شي.

د الوتکو برخه به د ثابت وزر پلیټ فارمونو، د هوایی دفاع سیسټمونو، بریښنایی جنګي ټیکنالوژۍ، سپوږمکۍ، بې پیلوټه هوايي وسایط، او د الوتکو انجنونو په څیر محصولات نندارې ته وړاندې کړي.

د نندارتون د سمندري وسایطو برخه به د جنګي او ملاتړ کښتۍ، ثابت او څرخي وزر پلیټ فارمونه، پرته د چلوونکي  سطحي او د اوبو لاندې وسایط ، او قومانده، کنټرول، او مخابراتي سیسټمونه نندارې ته وړاندې کړي. په امنیت او لوژستیک کې ټیکنالوژي به هم په نندارتون کې نندارې ته وړاندې شي.

د ویلو ده چې دا نندارتون به سږ کال په څلورو مختلفو موقعیتونو کې فعالیت وکړي. استانبول د نندارتون مرکز، اتاترک هوایی ډګر، اتاکوی مرینا، او د WOW کانګرس مرکز، د اصلي ځای سربیره. وروستۍ دوه ورځې به د خلکو لپاره خلاصې وي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us