نړۍ
3 دقیقې خواندن
په اندونیزیا کې د روهینګیا کډوالو سره مرستې له سره پیل شوې
د کډوالو نړۍوال سازمان د امریکا لخوا د مرستو د ځنډولو نه وروسته په اندونیزیا کې د روهینګیايي کډوالو باندې کمې کړې مرستې له سره په بشپړه توګه پيل کړې.
په اندونیزیا کې د روهینګیا کډوالو سره مرستې له سره پیل شوې
11 مارچ 2025

د کډوالو د نړۍوال سازمان یو تن لوړپوړي چارواکي د سه شنبې په ورځ فرانس پریس ته وویل،  څو ورځې وړاندې دا مرستې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د بهرنیو مرستو د بندیز له امله کمې شوې وې.

د روهینګیا اکثریت مسلمان اقلیت په میانمار کې له سختو ځورونو سره مخ دی، او هر کال زرګونه کسان خپل ژوند په خطر کې اچوي ترڅو د اوږدو او خطرناکو سمندري سفرونو له لارې مالیزیا یا اندونیزیا ته ورسیږي.

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) په یوه لیک کې چې د فبرورۍ په ۲۸ نېټه لیکل شوی او فرانس پریس ته ښکاره شوی، ویلي و چې په سوماترا کې د پېکانبارو ښار نږدې ۱۰۰۰ روهینګیا کډوالو لپاره ملاتړ کم شوی دی.

خو د اندونیزیا لپاره د IOM مشر فرانس پریس ته وویل چې دا پرېکړه بیرته اخیستل شوې، پرته له دې چې د دې بدلون دلیل بیان شي.

جېفري لابوویټز وویل "زموږ تر ټولو لوی بشري مرستې پروګرام بیرته فعال شوی دی." هغه زیاته کړه "زه ددې پخلی کولی شم چې اوس مهال د خدماتو د کمولو کوم پلان نشته."

دغه ادارې په یوه بریښنالیک کې ویلي چې "موږ په اندونیزیا کې د روهینګیا کډوالو سره مرستې ته  ژمن یو، او د پخوا په څیر به ، خپل ملاتړ ته دوام ورکوو."

په اندونیزیا کې له ۲۰۰۰ څخه زیات روهینګیا کډوال د قانوني ناڅرګندتیا سره مخ دي، ځکه چې هېوادونه دوی دایمي نه مني، او دوی د سرپناه او مرستو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړ ته اړتیا لري.

تېره اوونۍ د کډوالو نړۍوال سازمان ویلي وو چې د امریکا بندیز "زموږ پر کارکوونکو، عملیاتو او هغو خلکو چې موږ یې خدمت کوو، اغېز کړی دی." یوې سرچینې  فرانس پریس ته وویل چې بندیز د دې لپاره اړین فنډونه کم کړي چې د ځورېدلي اقلیت لپاره د مرستو کچه وساتل شي.

په جاکارتا کې د امریکا سفارت د تبصرې غوښتنې ته سمدستي ځواب ونه وایه.

اندونیزیا د ملګرو ملتونو د کډوالو کنوانسیون لاسلیک کوونکی نه دی او وایي چې دوی نشي اړ ایستل کېدای چې د میانمار کډوال ومني. پر ځای یې له ګاونډیو هېوادونو غوښتنه کړې چې د دې بار شریک کړي او هغه روهینګیا کډوال بیا ځای پر ځای کړي چې د دې هېواد ساحلونو ته رسیږي.

دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې واشنګټن د USAID په پرمختیايي اداره کې ۵۲۰۰ پروګرامونه لغوه کوي، خو ۱۰۰۰ پروګرامونه به د بهرنیو چارو وزارت لخوا اداره شي.

د مرستو ډلې وایي چې ډېری مرستې د امریکا ګټې خوندي کوي، ځکه چې په بهر کې ثبات او روغتیا ته وده ورکوي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us