پخوانیو سرتیرو د دوشنبې په ورځ د بي بي سي د پانوراما پروګرام ته په خبرو کې، څرګنده کړه چې د ځانګړو هوایي خدماتو (SAS) او ځانګړو سمندري ځواکونو (SBS) غړیو به په منظمه توګه غیرمسلح کسان وژني کولې، چې ډېری وخت به یې لاسونه تړلي یا په خوب و.
یو پخواني د هوايي ځواکونو سرتیري چې په افغانستان کې یې خدمت کړی و، وویل: "هغوی یو ځوان هلک چې لاسونه يي تړلی و په ډزو یې وواژه. هغه ښکاره ماشوم و، د جګړې عمر ته نږدې هم نه و."
بل پخواني سرتیري وویل چې د بندیانو وژل "معمولي خبره ګرځېدلې وه." هغه زیاته کړه: "هغوی به یو څوک تلاشي کاوه، لاسونه به یې ورتړل او بیا به یې ویشت. وروسته به یې لاس تړونکي پرې کول او د جسد سره به یې ټوپک ایښود."
دغه تورونه له یوې لسیزې څخه زیات وخت رانغاړي، چې د عامه پلټنې تر څار لاندې درې کلن موده تر ډېره اوږده ده.
د لومړي ځل لپاره، د شاهي سمندري ځواکونو هم د غیرمسلح او ټپي کسانو د وژلو په تور تورن شوی دی.
‘دلته ډېر رواني قاتلان وو’
یو پخواني سمندري ځواکونو سرتیري د ځینو ځواکونو کړنې "وحشيانه" وبللې. هغه وویل: "ما ولیدل چې تر ټولو ارام کسان بدل شول، جدي رواني ځانګړتیاوې یې ښکاره کړې. هغوی په ښکاره له قانون څخه سرغړونې کولې. هغوی ځانونه نه لمس کېدونکي ګڼل."
سرتیري ادعا کوي چې ملکي وګړي او مشکوک کسان به حتی هغه مهال وژل کېدل چې هېڅ ګواښ به یې نه و جوړ کړی.
یو پخواني د هوايي ځواکونو سرتیري وویل: "که یو هدف په لیست کې دوه یا درې ځله مخکې راغلی و، نو موږ به د هغه د وژلو په نیت ورغلو. ډېری وخت هلته ټول نارینه وژل کیدل."
بل شاهد وویل چې وژنه "کولی شي یو روږدي عمل شي" او ځینې ملګري یې "رواني قاتلان" وبلل. هغه زیاته کړه: "هغوی به ورننوتل او ټول هغه کسان به یې چې هلته په خوب کې ویده ول، ویشتل. دا توجیه نه لري چې خلک په خوب کې ووژل شي."
عیني شاهدانو هم وویل چې سرتیرو به د صحنې د جعلي کولو لپاره "جعلي وسلې" کارولې ترڅو غیرقانوني وژنې پټې کړي.
یو شاهد وویل: "هلته یوه جعلي لاسي بم وه چې هغوی به د هدف ځای ته وړله." نورو د AK-47 ټوپکونو د انتقال یادونه وکړه چې د جسدونو سره به یې ایښودل.
د عملیاتو وروسته راپورونه به ډېری وخت د لوړ پوړو افسرانو په مرسته پټیدل .
یو پخواني سرتیري وویل: "موږ پوهېدو چې څنګه د جدي پېښو د بیاکتنې راپورونه ولیکو ترڅو د پوځي پولیسو ته د راجع کولو مخه ونیسو." بل یې دغه راپورونه "افسانه" وبلل.
د غیرمسلح ملکي وګړو وژنه
یو پخواني د سمندري ځواکونو غړي په عراق کې د یوې عملیات په اړه وویل چې یو سړی اعدام شو، سره له دې چې هېڅ ګواښ یې نه و رامنځته کړی او نه هم وسله وال و.
دغه غړي دغه وژنه "شرموونکې" وبلله او د عملیاتو د مسلکیتوب نشتوالی یې وغنده. هغه وویل: "دا ډېر ښکاره و چې هغه هېڅ ګواښ نه و رامنځته ، هغه وسله وال نه و. دا شرموونکې ده. په دې کې هېڅ مسلکیتوب نشته." هغه زیاته کړه چې دغه وژنه هېڅکله په سمه توګه ونه څېړل شوه.
د هغه په وینا، ستونزه له هغه ډېر مخکې پیل شوې وه چې دغه ډله افغانستان ته لاړه، او لوړ پوړي قوماندانان په دې ښه خبر وو.
د بي بي سي پانوراما راپور ورکوي چې پخواني لومړي وزیر ډیویډ کامرون ته د هغه وخت د افغان ولسمشر حامد کرزي لخوا په پرلهپسې ډول د وژنو په اړه شکایتونه شوي وو.
پخواني د ناټو امریکایي سفیر جنرال ډګلس لوټ وویل: "هغه د شپې د چاپو، ملکي تلفاتو او نیونو په اړه په خپلو شکایتونو کې ډېر ثابت و. هېڅ لوړ پوړی لوېدیځ ډیپلومات یا پوځي مشر به نه و چې دا یې نه وي اورېدلي چې دا د هغه لپاره یوه لویه ستونزه وه."
د کامرون ویاند وویل چې راپورته شوې اندېښنې د ناټو ځواکونو په اړه وې، نه د ځانګړو برتانوي عملیاتو په اړه، او د هر ډول پټولو تورونه یې رد کړل.
د برتانیې د دفاع وزارت وویل چې د عامه پلټنې ملاتړ کوي او ټول پخواني سرتیري هڅوي چې د معلوماتو سره وړاندې شي، خو د پلټنې په چوکاټ کې د تورونو په اړه یې له تبصرې ډډه وکړه.
پخواني پوځي څارنوال بروس هولډر KC وویل چې پلټنه باید دا معلومه کړي چې د وژنو په اړه معلومات څومره لوړ پوړو ته رسېدلي وو: "تاسو اړتیا لرئ پوه شئ چې فساد څومره لوړ ته رسېدلی و."