نړۍ
3 دقیقې خواندن
پداسې حال کې چې کیف زورورو چاودنو ولړزو، روسیې ویلي دي چې سولې په اړه خپل شرایط به کیف ته واستوي
پداسې حال کې چې د اوکراین پلازمینه کیف زورور چاودنو ولړزو ، د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو په ښار د ډرون او توغندیو د بریدونو پر وړاندې بیړنی وضعیت اعلان کړ.
پداسې حال کې چې کیف زورورو چاودنو ولړزو، روسیې ویلي دي چې سولې په اړه خپل شرایط به کیف ته واستوي
/ AP
8 ساعته مخکې

پداسې حال کې چې د اوکراین پلازمینه کیف زورور چاودنو ولړزو ، د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو په ښار د ډرون او توغندیو د بریدونو پر وړاندې بیړنی وضعیت اعلان کړ.

هغه د شنبې په سهار د ټیلیګرام له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي"په پلازمینه کې چاودنې شوې دي. د هوايي دفاع سیستم فعال شوی دی. ښار او سیمه د دښمن ګډ برید لاندې دي."

کلیچکو زیاته کړه چې په دې "لوی" برید کې لږ تر لږه اته کسان ټپیان شوي، چې دوه یې روغتون ته وړل شوي او نور په سیمه کې درملنه شوې ده.

د اوکراین هوايي ځواک خبرداری ورکړی چې بالستیک توغندي د پلازمینې په لور روان دي.

د پلازمینې د ملکي او پوځي ادارې مشر، تیمور تکاچینکو، راپور ورکړی چې په سویاتوچینسکي ولسوالۍ کې دوه اورونه بل شوي، د اوبولونسکي ولسوالۍ کې د توغندیو ټوټې لوېدلې، او د سولومینسکي ولسوالۍ کې د ډرون ټوټې په یوه استوګنیزه ودانۍ لوېدلې دي.

د چارواکو په وینا، د جمعې په ورځ د اوکراین په بندري ښار اودیسا کې د روسي توغندیو برید دوه کسان وژلي او څو نور یې ټپیان کړي دي.

د روسیې پوځ ویلي چې اوکراین له سه شنبې راهیسې پرې ۷۸۸ ډرونونه او توغندي توغولي، چې له دې ډلې ۷۷۶ یې ویشتل شوي دي.

د '۱۰۰۰ په بدل کې ۱۰۰۰ تبادله'

د شنبې د ورځې بریدونه وروسته له هغې وشول چې اوکراین او روسیې د جمعې په ورځ د بندیانو لویه تبادله پیل کړه، که بشپړه شي، نو دا به د روسیې-اوکراین د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو لویه تبادله وي.

په لومړي پړاو کې دواړو خواوو ۳۹۰ کسان خوشې کړل او تمه ده چې په ټوله کې هر اړخ ۱۰۰۰ کسان تبادله کړي. د ویلو ده چې دا تبادله  تیره اونۍ په استانبول کې د مستقیمو خبرو په ترڅ کې د یوې هوکړې له مخې ترسره کیږي. 

روسیې اشاره کړې چې د تبادلې له بشپړېدو وروسته به اوکراین ته د سولې د هوکړې شرایط واستوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د جمعې په ورځ وویل چې روسیه به د بندیانو د تبادلې له بشپړېدو وروسته د هوکړې مسوده اوکراین ته وسپاري او د استانبول په نوښت د ډیپلوماټیکې لارې ژمنتیا یې بیا تکرار کړه.

لاوروف وویل چې د "۱۰۰۰ په بدل کې ۱۰۰۰" د فارمول پر بنسټ د بندیانو تبادله د درې کلونو په موده کې د روسیې او اوکراین ترمنځ لومړۍ مستقیمه هوکړه ده.

هغه زیاته کړه: "موږ خپل چمتووالي کارونه بشپړوو" او وویل چې د تبادلې له پلي کېدو وروسته به د هوکړې مسوده وړاندې شي.

هغه د نړیوال غبرګون په اړه خپله ناخوښي څرګنده کړه. "موږ لا هم د ملګرو ملتونو له خوا د اوکراین د ملکي اهدافو پر بریدونو او د جګړې د اصولو د سرغړونو په اړه د غبرګون په تمه یو." هغه وویل.

په استانبول کې خبرې، چې مخکې یې لومړنۍ پرمختګونه ښودلي وو، د بندیانو د تبادلې په څېر د بشري اقداماتو ژمنې هم شاملې وې.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us