عراق امنیتي چارواکو په وینا، لږ تر لږه دوه کاتیوشا راکټونه د عراق په شمال کې د کرکوک نړیوال هوايي ډګر په پوځي برخه ولګېدل، چې دوه امنیتي ساتونکي یې لږ ټپیان کړل.
چارواکو وویل چې دریم راکټ د استوګنې په یوه ګاونډ ولګېد، چې مادي زیان یې اړولی مګر څوک ټپي شوی نه دی.
یاده شوې سیمه چې په نښه شوې، د عراقي پوځ او فدرالي پولیسو لخوا د پوځي تاسیساتو لپاره کارول کېږي.
د عراق رسمي خبري اژانس د یوه امنیتي سرچینې له قوله چې د رسنیو سره د خبرو اجازه نه لري، راپور ورکړی چې "یو توغندی د هوایي ډګر د لومړي او دویم ځغاستې لارې ترمنځ ولګېد."
بل توغندی د العروبه په سیمه کې په یوه کور ولګېده، چې ودانۍ ته یې زیان واړاوه خو کومه مرګ ژوبله یې وانه ړوله.
راپورونه وایي چې څلورم توغندی چاودنه ونه کړه.
د کرکوک نړیوال هوایي ډګر چارواکو ویلي چې د هوایي ترافیک په بهیر کې کومه وقفه نه ده راغلې او د هوایي ډګر تاسیساتو ته هم زیان نه دی رسېدلی.
تر اوسه کومې ډلې د دې بریدونو مسئولیت نه دی منلی.
په عراق کې په وروستیو کلونو کې د توغندیو او ډرون بریدونه وخت ناوخت ترسره شوي، چې اکثره یې د سیمهییزو ځواکونو ترمنځ د اوږدمهاله کړکېچونو له امله وسلهوالو ډلو ته منسوب شوي دي.
یوازې څو ورځې وړاندې، نامعلومو ډرونونو د بغداد او جنوبي عراق په دوو پوځي اډو کې د رادار سیستمونه په نښه کړل، چې دا بریدونه د ایران او اسرائيليو ترمنځ د ۱۲ ورځني جګړې د اوربند څخه لږ مخکې ترسره شول.
د عراق حکومت ویلي چې د دې وروستیو بریدونو په اړه یې پلټنې پیل کړي، خو تر اوسه یې کوم عاملین نه دي نومولي.