د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې اسرائیل د قطر او مصر په منځګړیتوب په غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند په اړه په شرایطو موافقه کړې ده .
ټرمپ د سه شنبې په ورځ په خپل ټروت سوشل پلیټ فارم کې ولیکل چې د هغه استازو د اسرائیلي چارواکو سره "یو اوږد او ګټور مجلس" کړی.
"اسرائیل د ۶۰ ورځو اوربند لپاره اړینو شرایطو سره موافقه کړې، په دې موده کې به موږ د جګړې د ختمولو لپاره له ټولو اړخونو سره کار وکړو،".
هغه زیاته کړه چې وروستۍ وړاندیز به اوس د منځګړو له لارې حماس ته وړاندې شي.
"زه هیله لرم چې د منځني ختیځ د خیر لپاره، حماس دا تړون ومني، که چیرې حماس دا تړون رد کړي دا به د هغوې لپاره ښه نوي.
ټرمپ مخکې خبریالانو ته وویل چې هیله لري اوربند به "راتلونکې اونۍ کې" ترسره شي.
هغه دا هم تایید کړه چې دی به د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په واشنګټن ډي سي کې وګوري، چیرې چې دواړه د غزې او ایران په اړه خبرې وکړي.
"هغه دلته راځي. موږ به د ډیرو شیانو په اړه خبرې وکړو،"
"موږ به د ایران په اړه د خپلو لویو بریاوو په اړه خبرې وکړو... موږ به د غزې په اړه هم خبرې وکړو."
په غزه کې د اسرائیلو لخوا روانه نسل وژنه
اسرائیل د اکتوبر ۲۰۲۳ راهیسې په غزه کې نسل وژنه ترسره کوي.
فلسطیني مقاماتو ویلي دي چې تر اوسه پورې د ۵۶,۶۰۰ څخه د زیاتو فلسطینیانو وژنې ثبت شوي، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.
د فلسطین رسمي خبري اژانس (وافا) په وینا، شاوخوا ۱۱,۰۰۰ فلسطینیان د ویجاړ شویو کورونو لاندې ښخ شوي دي.
خو کارپوهان وايي چې د مړو اصلي شمېره د غزې چارواکو د راپورونو څخه ډېره لوړه ده، او اټکل کوي چې دا شمېره شاوخوا ۲۰۰,۰۰۰ تنه وي.
واشنګټن هر کال خپل اوږدمهاله ملګري اسرائیل ته ۳.۸ میلیارده ډالر پوځي مرسته ورکوي.
د اکتوبر ۲۰۲۳ راهیسې، امریکا د اسرائیل د غزې نسل وژنې او په ګاونډیو هیوادونو کې جګړو ملاتړ لپاره له ۲۲ میلیارده ډالرو څخه زیات لګولي دي.
سره له دې چې د امریکا لوړپوړو چارواکو په غزه کې د ملکي کسانو د لوړې مرګ ژوبلې په اړه په اسرائیل نیوکه کړې، واشنګټن تر اوسه د وسلو د انتقال په اړه د کومو شرطونو د لګولو غوښتنې رد کړې دي.