هغه اسرائیلی مېرمن چې په نتنياهو د بمي برید پلان درلودو په تور نیول شوې وه له بند څخه خوشې شوې، خو هیواد نه پر وتو محدودیت لګول شوی دی.
یاده سپين سرې ښځه چې دوه اوونۍ وړاندې نیول شوې وه، پر هغې تور پوری شوی وو چې د اسرائیلو په لومړي وزیر د بمي برید پلان درلود. همداشان پولیسو او استخباراتو د دې سپین سرې میرمن نه تحقیقات وکړل.
د اسرائیلو دولتي خبري اژانس کان د خبر له مخې هغه سپین سرې میرمن چې پر نتنیاهو د بمي برید د پلان جوړولو په تور نیول شوې وه ، د ځینو شرطونو او محدودیتونو لاندې خوشې شوه. پر هغې باندې دولتي ودانیو او په ځانګړې توګه د لومړي وزیر دفتر ته، د نږدې کیدو بندیز لګیدلی دی.
دغه مشکوکه مېرمن، چې هویت یې نه دی افشا شوی، دوه اوونۍ وړاندې د اسرائیل په مرکزي سیمه کې، پر داسې تور چې ګواکې د نتنیاهو پر ضد یې د چاودېدونکي برید ترسره کولو په دسیسه کې د ښکیلتیا لري په شک ونیول شوه.
له نیول کېدو وروسته، نوموړې د اسرائیلي پولیسو او د کورني امنیت ادارې "شین بېت" له خوا تر پوښتنو لاندې ونیول شوه. چارواکو دا قضیه تر سختو رسنیزو محدودیتونو لاندې ساتلې، خو کان راپور ورکړی چې تمه ده هغه د "جرمي او ترهګرۍ پورې اړوند جرمونو" له امله تر پنجشنبې پورې رسمي تورونو سره مخ شي.
که څه هم د برید د پلان نوعیت او د میرمنې انګیزې روښانه نه دي، چارواکو تایید کړه چې هغې ته امر شوی چې د تحقیقاتو په دوام سره له دولتي دفترونو او نورو حساسو ځایونو څخه لرې پاتې شي.
دا قضیه یوه نادره بیلګه بلل کېږي چې په کې د یوه اوسني اسرائیلي لومړي وزیر پر ضد د کورني برید هڅې ادعا شوې، او دا ټول د هېواد دننه د سختو سیاسي ترینګلتیاوو په فضا کې رامنځته شوي دي.