تورکیه
2 دقیقې خواندن
د تورکیې مرستیال ولسمشر : د ۲۰۱۷ کال راهیسې نږدې ۹۰۰ زره سوري کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلماز وویل چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې ټولټال ۸۸۵,۶۴۲ سوریایان چې په تورکیه کې یې پناه اخیستې وه، خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د تورکیې مرستیال ولسمشر : د ۲۰۱۷ کال راهیسې نږدې ۹۰۰ زره سوري کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي
/ AA
18 مارچ 2025

یلماز د دوشنبې په ورځ په ایکس کې په یوه بیان کې وویل: "په پیل کې، ستنېدل هغو خوندي سیمو ته ترسره شول چې موږ د سرحدي عملیاتو له لارې جوړې کړې وې. وروسته، د دیکتاتور رژیم له نسکورېدو سره دا بهیر ګړندی شو."

د کډوالۍ عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال د دسمبر له ۹مې راهیسې، چې د بشار الاسد رژیم د مخالفو ځواکونو د چټک برید وروسته په سوریه کې نسکور شو، ۱۴۵,۶۳۹ سوریایان په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

یلماز زیاته کړه: "لکه څنګه چې په سوریه کې د امنیت شرایط، بنسټیز خدمات او اقتصادي چاپېریال ښه کېږي،  د بیا رغونې چارې ګړندۍ شوي دي، تمه کېږي چې لا زیات سوري کډوال خپل هیواد ته ستانه شي."

له دې وړاندې، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ټینګار کړی و چې په سوریه کې عادي ژوند ته راستنېدل ډېر مهم دي.

هغه وویل: "تر هغه چې عادي ژوند ته راستنېدل ممکن نه شي، په تورکیه او ګاونډیو هېوادونو کې د کډوالو لپاره بېرته ستنېدل ناشوني دي. موږ اوس ځینې پرمختګونه وینو، که څه هم په لږه کچه دي. مهمه خبره دا ده چې امنیت او ثبات یقیني او ټینګ شي."

د سوریې ولسمشر بشار الاسد، چې نږدې ۲۵ کاله یې واک درلود، د دسمبر په ۸مه د دمشق له سقوط وروسته روسیې ته وتښتېد. دا ښار د رژیم ضد ډلو تر کنټرول لاندې راغی، چې د بعث ګوند واکمني یې پای ته ورسوله. دغه ګوند له ۱۹۶۳ کال راهیسې په پر سوریې واکمني کوله.

احمد الشرع، چې د رژیم ضد ځواکونو مشري یې کوله او د اسد د واکمنۍ د پای ته رسولو لپاره یې هڅې کړې وې، د جنورۍ په ۲۹مه د انتقالي دورې لپاره ولسمشر اعلان شو.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us