ولسمشر اردوغان وویل چې تر دې مهاله خو د اندیښنې وړ خبره رامنځته شوې. هغه وویل چې "زموږ د دولت ټولې اړوندې ادارې، د ناورین او بیړنیو حالاتو اداره او زموږ د روغتیا وزارت اوس مهال په تیارسۍ حالت کې قرار لري. د پلټنو او ارزونو چارې په ډیر حساسیت او دقت سره دوام لري. موږ دا بحیر په ډیر دقت سره تعقیبوو. دلته له راتلو دمخه، ما د خپلو وزیرانو ملګرو، او همدارنګه زموږ د ناورین او بیړنیو حالاتو د مشر او د استانبول والي څخه وروستي او تازه معلومات ترلاسه کړل. دم ګړۍ د اندیښنې وړ کومه خبره شتون نلري.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د بیشتپې ماڼۍ د ملي نندارتون په سالون کې " د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون د اپریل ۲۳مه د ماشومانو د فیستیوال د ۴۷م نړیوال پروګرام په مراسمو کې وکړې. اردوغان د اپریل ۲۳مه د ملي حاکمیت او ماشومانو د ورځې په مناسبت ټولو ماشومانو ته مبارکي وویله او ویې ویل، "زه په ځانګړې توګه د غازي مصطفی کمال اتاترک چې دا مهمه ورځ يي ماشومانو ته په ډالۍ کې ورکړې او د خپلو ټولو سیاستوالو، شهیدانو او غازیانو نه په درناوي سره یادونه کوم."
ولسمشر اردوغان په خپلو څرګندونو کې په استانبول کې د رامنځته شوې زلزلې په اړه هم معلومات ورکړل.
ولسمشر اردوغان وویل چې دم ګړۍ د اندیښنې وړ وضعیت شتون نلري.
"په استانبول او شاوخوا سیمو کې خپلو ټولو زلزله ځپلو او ددې زلزلې له امله اغیزمن شوو خپلو خویندو ورونو ته ډاډګیرنه وړاندې کوو. زموږ د دولت ټولې ادارې، په ځانګړې توګه د ناورین او بیړنیو حالاتو اداره او زموږ د روغتیا وزارت، اوس مهال په تیارسۍ کې دي. زموږ د پلټنې او ارزونو هڅې په دقت سره دوام لري. موږ دا بحیر په ډیر دقت سره تعقیبوو. دلته له راتلو دمخه، ما د خپلو وزیرانو ملګرو، او همدارنګه زموږ د ناورین او بیړنیو حالاتو د مشر او د استانبول والي څخه وروستي او تازه معلومات ترلاسه کړل. دم ګړۍ د اندیښنې وړ کومه خبره شتون نلري.
'موږ ټول د بشریت د سترې کورنۍ غړي یو'
ولسمشر اردوغان د دې په یادولو سره چې دوی تر اوسه پورې په تورکیه کې د ۱۲۰ هیوادونو څخه د ۳۰ زرو څخه زیاتو ماشومانو کوربه توب کړی دی، وویل: "په داسې حال کې چې د تورکیې ملي راډیو تلویزیون هره ورځ د خپل مسؤلیت لرونکي نشراتي او ژورنالیزم چلند سره په خپلو بریالیتوبونو کې نوي بریالیتبونه اضافه کوي، د داسو ښکلي او معنی لرونکو پروګرامونو سره زمونږ زړونه سره یو ځای کوي او مونږ ته خوښې راپه برخه کوي. د اپریل ۲۳ د ماشومانو نړیوال فستیوال، چې له ۱۹۷۹ راهیسې هر کال تنظیمیږي، زموږ د ملي راډیو تلویزیون یو بل ویاړ دی. موږ تر دې دمه په دې مراسمو کې د خپل هیواد له ۱۲۰ مختلفو هیوادونو څخه د ۳۰ زرو څخه زیاتو ماشومانو کوربه توب کړی دی. موږ دا ۴۷مې جشنواره ( ژوند د ماشومانو د موسکا سره ښکلی دی ) تر عنوان لاندې جوړو. موږ د خپل ولسمشرۍ په مجتمع کې د ۳۰ هیوادونو څخه د ۶۰۰ موسکا کوونکو ماشومانو کوربه توب کوو او د دوی لیوالتیا، خوښۍ او انرژي شریکوو. زه هیله لرم چې هغه خوښي چې تاسو یې نن دلته تجربه کوئ هیڅکله له منځه لاړه نشي او دا موسکا هیڅکله ستاسو د ژوند په اوږدو کې ستاسو له مخونو څخه کمه او ورکه نشي. زما ګرانو ماشومانو، که څه هم زموږ عقیدې، ژبې او کلتورونه توپیر لري، موږ ټول د مونږ ټول د یوې سترې بشري کورنۍ غړي یو." موږ ټول د آدم او حوا اولاد یو. ماشومانو، دا مه هېروئ چې څومره چې تاسو د ورورګلوۍ ستاینه کوئ، هومره به زموږ نړۍ د ژوند کولو وړ شي. تاسو به په خپلو زړونو کې د مینې، په زړونو کې د امید او هغه پاک باور سره چې تاسو یې د یو بل لپاره احساس کوئ سوله او ارامي رامینځته کړئ. د ټولو بدنیته کسانو او بدنیتیو سره سره زه باور لرم چې ، تاسو به دا نړۍ ښکلې کړئ. په لنډه توګه، تاسو به زمونږ هغه پاتې خیالونه چې د سختو مبارزو په پایله کې مو یوې ټاکلې کچې ته رسولي دي، په حقیقت بدل کړئ. هغه وويل: "موږ پر تاسو باور لرو، موږ پر تاسو باور لرو."