سیاست
1 دقیقې خواندن
په لیتوانیا کې د روسیې وګړي به خپلو کورونو ته د پرله پسې سفرونو له امله د استوګنې جواز له لاسه ورکړي
سیمه ییزې رسنۍ وايي، د لیتوانیا پارلمان د بیلاروس پر وګړو د ورته اقدام د لګولو څخه ډډه وکړه
په لیتوانیا کې د روسیې وګړي به خپلو کورونو ته د پرله پسې سفرونو له امله د استوګنې جواز له لاسه ورکړي
The parliament stopped short of imposing the same measure on Belarusian nationals. / Photo: AP
18 اپریل 2025

د لیتوانیا پارلمان د پنجشنبې په ورځ د یو نوي قانون له مخې پرېکړه وکړه چې هغه روسي اتباع چې په لیتوانیا کې ژوند کوي او پرته له کوم معقول دلیل څخه هر درې میاشتې یو ځل یا زیات روسیې یا بیلاروس ته سفر کوي، د اوسېدو جواز به یې لغوه شي. دا راپور د لیتوانیا ملي راډیو او ټلویزیون (LRT) ورکړی دی.

د راپور له مخې، پارلمان د بیلاروسي اتباعو لپاره د ورته اقداماتو د تطبیق څخه ډډه وکړه او د اصلي وړاندیز شدت یې کم کړ.

راپور زیاتوي چې د لیتوانیا استخباراتي ادارو له سیاستوالو څخه غوښتنه کړې وه چې د بیلاروسي اتباعو لپاره د ننوتلو محدودیتونه سخت کړي، ځکه چې دوی نشي کولی ټول نوي راتلونکي په بشپړه توګه وڅاري.

لیتوانیا په لومړي ځل په ۲۰۲۳ کال کې یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې د روسي او بیلاروسي اتباعو لپاره د شینګین او ملي ویزو غوښتنلیکونه منل بند شول، پرته له دې چې دغه پروسه د بهرنیو چارو وزارت له لارې ترسره شي.

د دې قانون موخه د اوکراین ملاتړ څرګندول او د یرغلګرو هېوادونو، یعنې روسیې او بیلاروس، د اتباعو ځینې حقونه محدودول دي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us