ټرمپ د سه شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "دا یوه خواشینونکې پېښه ده. موږ ددې برید نه بیضوي دفتر دروازې ته ننووتو پر مهال خبر شو."
هغه زیاته کړه: "زه فکر کوم خلک پوهېدل چې څه به پېښ شي، د تېر وخت پر بنسټ. دوی له ډېر وخت راهیسې جګړه کوي. که په رښتیا فکر وکړو، دوی له ډېرو لسیزو او پېړیو راهیسې جګړه کړې ده."
هغه وویل: "زه یوازې هیله لرم چې دا ډېر ژر پای ته ورسېږي."
د ملګرو ملتونو سرمنشي د هند له خوا پر پاکستان د توغندیو بریدونو په اړه "ډېر اندېښمن" دی.
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک د سه شنبې په ورځ وویل: "سرمنشي د کنټرول کرښې او نړیوالې پولې په اوږدو کې د هند پوځي عملیاتو په اړه ډېر اندېښمن دی. هغه له دواړو هېوادونو غواړي چې د پوځي احتیاط اعظمي حد ته پام وکړي. نړۍ د هند او پاکستان ترمنځ پوځي شخړه نشي زغملی."
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار د پاکستان او هند ترمنځ د وروستیو پېښو په اړه د ټیلیفون له لارې خبرې وکړې.
د سپینې ماڼۍ د خبري کنفرانس څو شېبې مخکې، د هند پوځ وویل چې د " سندور عملیات " په نوم یې په پاکستان او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې بریدونه کړي دي.
د پاکستان چارواکي وايي چې هند په جنوبي پنجاب ایالت او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په بېلابېلو برخو توغندي ویشتلي، چې په لسګونو تنو ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په یوه پوسټ کې چې په ایکس خپور شوی، دغه برید "د جګړې عمل" بللی دی.
هغه وویل: "پاکستان د دې جګړې د عمل په وړاندې د مناسب ځواب ورکولو بشپړ حق لري، او یو مناسب ځواب ورکول کېږي."