تورکیه
2 دقیقې خواندن
اردوغان وویل چې د تورکیې او پاکستان ترمنځه همکاري د هرې ورځې په تیریدو سره لا پیاوړي کیږي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اقتصادي همکاریو د غونډې په څنده کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره لیدنه وکړه.
اردوغان وویل چې د تورکیې او پاکستان ترمنځه همکاري د هرې ورځې په تیریدو سره لا پیاوړي کیږي
/ AA
5 جولای 2025

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اقتصادي همکاریو د غونډې په څنده کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره لیدنه وکړه.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ په اذربایجان کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره د لیدنې پر مهال وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول سوداګرۍ او انرژۍ کې د همکارۍ د ژورتیا هڅې روانې دي.

دغه لیدنه د اقتصادي همکارۍ سازمان (ECO) د سرمشریزې په څنډه کې د اذربایجان په خانکندي ښار کې ترسره شوه. د تورکیې د عامه اړیکو ریاست په خپله رسمي پاڼه "ایکس" کې ویلي چې په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو د اړیکو ترڅنګ سیمه‌ییزې او نړیوالې موضوعګانې هم وڅېړل شوې.

اردوغان د غزې پر وړاندې د اسرائیلو د بریدونو د درولو، د اوربند د ټینګښت، او سیمې ته د بشري مرستو د پرله‌پسې رسولو لپاره د ګډو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

په مهمو برخو کې همکاري

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر په یوه بیان کې ویلي چې دواړو مشرانو د خپلو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او پرمختګ لپاره خپله ژمنتیا بیا تائید کړه.

هغوی د سوداګرۍ، دفاع، انرژۍ، اړیکو او پانګونې په څېر مهمو برخو کې د همکارۍ د زیاتوالي اړتیا په ګوته کړه.

شهباز شریف هم د سولې، ثبات، او د سیمې د دوامداره پرمختګ لپاره د تورکیې سره د نږدې همکارۍ په برخه کې د پاکستان پر "نه ماتېدونکي ژمنتیا" ټینګار وکړ.

په دې ناسته کې اردوغان سره د بهرنیو چارو وزیر حاکان فیدان، د کورنۍ او ټولنیزو خدماتو وزیره ماهینور اوزدمیر ګوکتاش، د سوداګرۍ وزیر عمر بولات، د ترانسپورت او زیربنا وزیر عبدالقدیر اورال اوغلو، د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون، او د بهرني سیاست او امنیت په چارو کې د ولسمشر سلاکار عاکف چاغاتای کلیچ ملګري وو.

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us