منځنی ختیځ
3 دقیقې خواندن
اسرائیل د  ایران پر وړاندې په روانو بې‌سارو بریدونو کې د امریکا د ګډون انتظار کوي
د اسرائیلو دولتي خبري اژانس د یو لوړپوړي  اسرائیلي چارواکي چې د نوم له اخیستو ډډه کړې له قوله ویلي دي  چې په تل‌ابیب کې ارزونې ښيي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د ایران پر وړاندې بریدونو کې د امریکایي ځواکونو د ګډون منظوري ورکړي.
اسرائیل د  ایران پر وړاندې په روانو بې‌سارو بریدونو کې د امریکا د ګډون انتظار کوي
/ Reuters
6 ساعته مخکې

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، اسرائیل د  ایران پر وړاندې په روانو بې‌سارو بریدونو کې د امریکا د ګډون انتظار کوي.

د اسرائیلو دولتي خبري اژانس د یو لوړپوړي  اسرائیلي چارواکي چې د نوم له اخیستو ډډه کړې له قوله ویلي دي  چې په تل‌ابیب کې ارزونې ښيي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د ایران پر وړاندې بریدونو کې د امریکایي ځواکونو د ګډون منظوري ورکړي.

هغه زیاته کړه: "ټرمپ به وغواړي چې د یو داسې کس په توګه یاد شي چې برخه یې اخیستې وه، نه د یو داسې کس په توګه چې یوازې ننداره یې کوله."

چارواکي وویل: "بې له امریکا، موږ یوازې د ایران د فردو اټومي تاسیساتو ته محدود زیان رسولی شو."

د اسرائیل چینل ۱۲ ویلي چې د ټرمپ په دریځ کې بدلونونه ښایي د دې نښه وي چې هغه غواړي په دې کمپاین کې ګډون وکړي.

همدارنګه راپور ورکړل شوی چې اسرائیل د ایران د فردو اټومي تاسیساتو پر احتمالي برید چمتووالی نیسي، چې دا د ایران یو له تر ټولو خوندي او مهمو ځایونو څخه دی.

چارواکو ویلي چې فردو د اسرائیلي پوځ د هدفونو په لیست کې دی او اسرائیل به پرېکړه وکړي چې کله برید وکړي.

خو هغوی ومنله چې که امریکا ګډون ونه کړي، د برید کیفیت به ټیټ وي.

د امریکا د رول لپاره د نتنیاهو هڅې

د اسرائیل د دفاع وزیر اسراییل کاتز د سه شنبې په ورځ د امنیتي ارزونې پر مهال دې موضوع ته اشاره وکړه، او ویې ویل چې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د ستراتیژیکو چارو وزیر رون درمر له یوې خوا او ټرمپ له بلې خوا ترمنځ مستقیمې اړیکې روانې دي.

د اسرائیل ورځپاڼې اسرئیل هیوم د دې شخړې په اړه د امریکا د ګډون اهمیت ته اشاره وکړه، او ویې ویل چې "اسرائیل د ایران ډېري اټومي ځایونو هدف ګرځولی، پرته له تر ټولو مهم ځای، فردو، چې د ۲۹۵ فوټه ژورې غره دننه دی."

ورځپاڼې زیاته کړه چې یوازې امریکا د B-2 بم غورځوونکي الوتکه لري چې د دومره ژورو ځایونو د ویجاړولو وړتیا لري.

دا الوتکه اوږد واټن وهونکي، څو اړخیزه بم غورځوونکې ده چې هم دودیز او هم اټومي وسلې لیږدولی شي.

په همدې تړاو، نتنیاهو وروسته وویل: "هغه ګواښ چې موږ ورسره اوس مخ یو، ایران دی. دا یا موږ یو یا هغوی."

هغه زیاته کړه: "موږ به یو بل ډول منځنی ختیځ ووینو، داسې یو واقعیت چې مخکې مو نه و لیدلی."

سیمه‌ییزې ترینګلتیاوې له هغې وروسته زیاتې شوې چې اسرائیل د جمعې په ورځ په ایران کې په ګڼو ځایونو، چې ملکي، پوځي او اټومي تاسیسات پکې شامل دي، همغږي شوي هوايي بریدونه وکړل، چې تهران یې په ځواب کې غچ اخیستونکي بریدونه وکړل.

ایران ویلي چې د اسرائیلي بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۲۴ کسان وژل شوي او له ۱۴۰۰ زیات ټپیان دي.

د اسرائیلي چارواکو په وینا، د ایران د توغندیزو بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us