د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایدن د پروسټاټ سرطان په ناروغۍ اخته شوی دی.
د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن د شخصي دفتر له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې جو بایدن د پروسټاټ سرطان په یوه "تېزه بڼه" ناروغۍ اخته شوی چې ناروغۍ هډوکو ته سراحت کړی دی .
په اعلامیه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې، ویل شوي: "تېرې اوونۍ ولسمشر جو بایډن د پروسټاټ د یوې نوې غوټې د موندنې لپاره معاینه شو، وروسته له دې چې د ادرار په سیستم کې یې د زیاتېدونکو ستونزو شکایت وکړ."
د ناروغۍ تشخیص د جمعې په ورځ تایید شو او د ګلیسن سکور ۹ سره، چې هډوکو خپور شوی، تشریح شو.
د بایډن دفتر وویل: "که څه هم دا د ناروغۍ یوه تېزه بڼه ده، خو سرطان د هورمونونو حساس ښکاري، چې دا د اغېزمنې درملنې لپاره زمینه برابروي."
دفتر زیاته کړه چې ۸۲ کلن پخوانی ولسمشر او د هغه کورنۍ دا مهال د خپل طبي ټیم سره د درملنې پر انتخابونو غور کوي.
بایډن د ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ پورې د امریکا د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې وه.