د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو وټکوف روسیې ته سفر کړی دی. دا خبره د ریا دولتي خبري اژانس د کریملین له قوله کړې ده.
اکسیوس مخکې د یوې سرچینې او د فلایټ راډار له قوله معلومات ورکړي وو چې ، وټکوف روسیې ته سفر کړی او تمه کیږي چې د جمعې په ورځ د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.
دا لیدنه یوه اوونۍ وروسته له هغې ترسره کېږي چې د روسیې د ملي شتمنیو صندوق مشر او په اقتصادي همکاریو کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي کیریل دیمیتریف، په واشنګټن کې له وټکوف او نورو امریکایي چارواکو سره ولیدل.
روسیې د پوتین او وټکوف وروستۍ لیدنه مثبته بللې وه، ویلې یې و چې د روسیې ولسمشر د استازي خبرې واورېدې او د ټرمپ لپاره یې مهم معلومات د هغه له لارې واستول.
د پنجشنبې په ورځ، د امریکا یوه پلاوي په استانبول کې د روسیې په قونسلګرۍ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سفارتونو د عملیاتو د عادي کولو لپاره خبرې وکړې.
د روسیې پلاوي مشري د امریکا لپاره د روسیې سفیر الکساندر دارچییف کوله، په داسې حال کې چې د امریکا پلاوي مشري د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې سوناتا کولټر په غاړه درلوده.
د غونډې نه مخکې، دارچییف اعلان وکړ چې په څو مسایلو کې لا دمخه پرمختګ شوی دی.
هم مسکو او هم واشنګټن په وروستیو کلونو کې د خپلو ډیپلوماتانو لپاره د اسنادو ترلاسه کولو په ستونزو شکایت کړی، چې د سفارتونو عملیات یې خورا ستونزمن کړي دي.