د تورکیې د ملي دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د عراق په شمال کې د ترهګرۍ پر وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې د میتان ګازو له امله د شهید شوو سرتیرو شمیره ۱۲ تنو ته لوړه شوه.
دغه پېښه د یکشنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه کله چې د پنجه – چابي عملیاتو په سیمه کې، د ۸۵۲ مترو په لوړوالي کې یوه څمڅه کې چې د پي ک ک ترهګري سازمان د غړیو لخوا کاریده پلټنې پیل شوې .
دغه عملیات د هغه سرتیري د پاتې شونو د موندلو لپاره ترسره کېدل چې په ۲۰۲۲ کال کې د PKK ترهګرو لخوا شهید شوی و. د دې ماموریت پر مهال ۱۹ کسان د ګاز له امله مسموم شول چې له دې ډلې ۱۲ تنه شهیدان شول.
د تورکیې د دفاع وزیر یاشار ګولر د جګپوړو پوځي قوماندانانو سره یو ځای سیمې ته سفر وکړ ترڅو د پېښې ځای وڅېړي او د شهیدانو د وداع مراسمو کې ګډون وکړي.
وزارت په خپل بیان کې وویل: "موږ د خپلو شهیدانو کورنیو، د تورکیې وسله والو ځواکونو او زموږ سپېڅلې ملت ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوو، او نورو سرتیرو ته د عاجلې شفاء غوښته کوو.
PKK چې د تورکیې، امریکا او اروپایي اتحادیې لخوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې، د څلورو لسیزو راهیسې د تورکیې پر وړاندې خونړۍ جګړه پیل کړې ده.
د دوامداره ګواښونو په ځواب کې، تورکیې په ۲۰۲۲ کال کې د عراق په شمال کې د پنجې – چابي په نوم عملیات پیل کړل چې د شمالي عراق په میتینا، زاپ او آواشین-باسیان سیمو کې د PKK پټنځایونه په نښه کوي.
دغه ترهګره ډله اکثره د شمالي عراق څخه د تورکیې پر وړاندې د بریدونو د پلان او ترسره کولو لپاره کار اخلي.
د تورکیې چارواکو په وار وار ټینګار کړی چې د انقرې اقدامات د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې سره سم دي، چې د وسله والو بریدونو په صورت کې د ځان د دفاع حق ورکوي. سربېره پر دې، د تورکیې او عراق ترمنځ دوه اړخیزې هوکړې تورکیې ته اجازه ورکوي چې د عراق په خاوره کې د ترهګرۍ ضد عملیات ترسره کړي.