امریکا به د روسیې سره د سوداګرۍ له امله پر هند ۲۵ سلنه ګمرکي مالیه او جریمه ولګوي
د امریکا ولسمشر ټرمپ وايي چې دغه پرېکړه به د اګست له لومړۍ نېټې عملي شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې هند به له اګست میاشتې له لومړۍ نېټې څخه ۲۵ سلنه ګمرکي مالیه، او اضافي جریمې سره مخ شي.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په خپل ټروت سوشيل پاڼه کې لیکلي: "که څه هم هند زموږ ملګری دی، خو موږ له کلونو راهیسې ورسره ډېره لږه سوداګري کړې ده، ځکه چې د دوی ګمرکي تعرفې ډېرې لوړې دي — د نړۍ تر ټولو لوړې تعرفې — او دوی تر ټولو سخت او ناروا غیر مالي سوداګریز خنډونه لري."
هند به د اګست له لومړۍ نېټې څخه ۲۵ سلنه تعرفه، جمع جریمه ورکوي."
نوموړي زیاته کړه: "هند تل د خپلو پوځي تجهیزاتو ډېره برخه له روسیې څخه اخیستې، او له چین سره یوځای د روسیې تر ټولو ستر انرژي اخیستونکی دی — په داسې وخت کې چې ټول غواړي روسیه په اوکراین کې وژنه بنده کړي — دا ټول ښه شیان نه دي!"
د هند د سوداګرۍ وزارت، چې له امریکا سره د سوداګریزو خبرو مشري کوي، تر اوسه د ټرمپ د اعلان په اړه تبصره نه ده کړې.