د اسرائیلو پوځ د ایران د پوځ د نوي ټاکل شوي یو جګپوړي قوماندان د وژلو نه خبر ورکړ.
اسرائیل د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ځواکونو یې د ایران د خاتم الانبیا مرکزي قرارګاه نوی ټاکل شوی مشر علي شادماني وژلی دی.
شادماني یوازې څو ورځې مخکې د ایران د ستر مشر علي خامنه اي لخوا ټاکل شوی و.
د اسرائیلي پوځ په ایکس حساب کې ویل شوي: "د استخباراتو ریاست لخوا د دقیقو معلوماتو ترلاسه کولو او د شپې ناوخته د ناڅاپي فرصت څخه په ګټې اخیستنې، د هوايي ځواک جنګي الوتکو د تهران په زړه کې یوه قرارګاه په نښه کړه او علي شادماني یې د جګړې د لوی درستیز او د ایران د پوځ تر ټولو لوړ پوړي قوماندان په توګه له منځه یووړ."
شادماني د جګړې عملیاتو څارنه، د توغندیو او ډرون بریدونو منظوري، او د اسرائیل پر وړاندې د ایران د پوځي ستراتیژۍ جوړول په غاړه لرل.
هغه د جنرال غلامعلي رشید ځایناستی شو، چې تېره اونۍ د اسرائیل په یوه برید کې وژل شوی و.
د اسرائیلي پوځ په وینا: "د شادماني له منځه وړل د ایران د لوړ پوړو پوځي قوماندانانو د له منځه وړلو د یوې لړۍ برخه ده، چې د ایران د وسله والو ځواکونو د قوماندې په سلسله بل ګوزار ګڼل کېږي."
د عملیاتو په اړه نور جزییات د اسرائیلي چارواکو لخوا نه دي ورکړل شوي.
تهران تر اوسه د شادماني د مړینې په اړه څه نه دي ویلي.