تورکیه
5 دقیقې خواندن
تورکیه کې یو تاریخي ګام: پ ک ک ترهګریز سازمان ځان منحل کړ او وویل چې خپلې وسلې به پر مځکه کیږدي
په تورکیه کې د ( پ ک ک ) ترهګریز سازمان خپل ځان لغوه اعلان کړ. د پ ک ک ترهګریز سازمان د خپلو ټولو فعالیتونو د لغوه کولو او وسلې پر مځکه د ایښودو اعلان وکړ.
تورکیه کې یو تاریخي ګام: پ ک ک ترهګریز سازمان ځان منحل کړ او وویل چې خپلې وسلې به پر مځکه کیږدي
/ AA
12 می 2025

تورکیه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې یوې مهمې مرحلې ته داخل شوې ده، چې د سیاسي اجماع او ملي یووالي د نوي روحیې ښکارندويي کوي.

د واکمن عدالت او پراختیا ګوند ویاند، عمر چلیک، د دوشنبې په ورځ په خپل ایکس حساب کې څرګنده کړه چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان پریکنده سیاسي مشرتابه — چې د یو روښانه او ټول شموله لیدلوري او د دولت د پالیسۍ په چوکاټ کې تعریف شوې ده — د دې نوې مرحلې په جوړولو کې مهم رول لوبولی دی.

چلیک زیاته کړه چې د مليت پاله غورځنګ  ګوند مشر دولت باغچلي تاریخي غوښتنه، د وروستیو پرمختګونو په اړه د هغه ټینګ دریځ، او د هغه لارښوود رول د هیواد داخلي یووالي په پیاوړي کولو کې مرسته کړې ده — یو بهیر چې هغه یې د "کورني محاذ" د پراخې پیاوړتیا په توګه یاد کړ.

د عدالت او پراختیا ګوند ویاند ټینګار وکړ چې د ګوندونو ترمنځ د مشورې او دوه اړخیزې همکارۍ پر بنسټ د اغېزمنو او معنا لرونکو خبرو اترو وروستی پرمختګ د دې زمینه برابره کړې چې دیموکراتیک سیاستونه د ستونزو د حل لپاره د مشروع مرجع په توګه خپل مسؤلیت ومني او عملي نوښتونه رامنځته کړي.

د ترهګرۍ څخه پاک راتلونکی

چلیک په تورکیه کې زنداني د پ ک ک ترهګریز سازمان د مشر عبدالله اوجالان  د وروستۍ اعلامیې په اړه وویل چې د PKK پرېکړه چې ځان منحل کړي او وسلې پر ځکه کېږدي، د تورکیې لپاره د "ترهګرۍ څخه پاک راتلونکي" په لور یو لوی ګام دی. هغه ټینګار وکړ چې دا یو مهم پړاو دی او که په بشپړ ډول عملي شي، نو د ملت لپاره د یوې نوې دورې دروازې پرانیزي.

خو هغه خبرداری ورکړ چې دا پرېکړه باید په بشپړه توګه او په عملي ډول پلې شي. "د منحل کېدو او بې وسلې کولو پرېکړه باید په داسې ډول عملي شي چې د PKK ټولې څانګې، الحاقونه او غیر قانوني جوړښتونه پرته له کوم استثنا څخه په کې شامل وي،" چلیک وویل. "یوازې په دې صورت کې به دا یو ریښتینی پړاو وګڼل شي."

هغه یادونه وکړه چې دا بهیر به د دولتي ادارو لخوا په سیمه کې په دقت سره څارل کېږي. پرمختګ به په منظم ډول ولسمشر اردوغان ته راپور ورکول کېږي، ترڅو بشپړ نظارت یقیني شي.

چلیک ټینګار وکړ چې دا پرېکړه باید هم د هیواد دننه او هم بهر عملي شي. که په سمه توګه ترسره شي، دا به د هغو ستراتیژیو مخه ونیسي چې د اوږدې مودې لپاره یې د ترهګرو ډلو څخه د سیمه ییزو شخړو لپاره د وسیلې په توګه کار اخیستی.

یووالی او ملي هویت

هغه زیاته کړه چې د "ترهګرۍ څخه پاک تورکیې" لید ترلاسه کول به نه یوازې د امنیتي پالیسۍ په برخه کې نوی فصل پرانیزي، بلکې په داسې وخت کې به د ملت دیموکراتیک چینلونه هم بیا ژوندی کړي چې د نړۍ سیاسي سیستمونه له ژورو ننګونو سره مخ دي. هغه استدلال وکړ چې د تورکیې دیموکراسي، سیاسي چاپېریال او ملي یووالی به ټول ځواکمن شي.

"دا به یقیني کړي چې د سیاسي خبرو اترو چینلونه، په ځانګړې توګه د تورکیې په  ملي شورا کې، په خپل بشپړ ظرفیت سره فعالیت وکړي،" هغه وویل. "دا پوهه چې زموږ جمهوریت د ټولو اتباعو ګډ چت دی، او دیموکراسي د ټولو مسایلو د حل لپاره بنسټیزه زمینه ده، به لا نوره ټینګه شي."

"د تاریخ، برخلیک او تابعیت په اړه زموږ د ګډ احساس سره،" چلیک دوام ورکړ، "زموږ راتلونکی به د تر ټولو قوي او مشروع بنسټونو پر اساس جوړېږي. هر مثبت ګام به د لا نورو پرمختګونو لپاره حرکت رامنځته کړي."

چلیک بیا ټینګار وکړ چې د "ترهګرۍ څخه پاکې تورکیې" هدف باید په ټولو اړخونو کې — په بشپړه توګه، په عملي ډول او پرته له کومې جوړجاړي — ترلاسه شي. "د دې هدف ترلاسه کول،" هغه وویل، "معنا لري چې ټول اتباع — پرته له دې چې کلتوري، قومي یا مذهبي شالید ولري — به ریښتینې ګټه ترلاسه کړي."

هغه د یووالي او ملي هویت پیغام سره خپله وینا پای ته ورسوله: "که زموږ نومونه مختلف وي هم، زموږ ګډ تخلص د تورکیې جمهوریت دی."

چلیک بیا تایید کړه چې د تورکیې د دولت د اساسي اصولو یا د خلکو د ارزښتونو په اړه هیڅ بحث ته ځای نشته. "هیڅ داسې ګام نه دی اخیستل شوی چې دا ارزښتونه زیانمن کړي، او هیڅکله به په پام کې ونه نیول شي،".

هغه د "ترهګرۍ څخه پاکې تورکیې" لید د ولسمشر اردوغان د "تورکیې پېړۍ" لید یوه له تر ټولو مهمو ستراتیژیکو ستنو څخه وبلله.

"زموږ ملت دې ډاډه وي،" چلیک وویل. "د تورکیې جمهوریت په بشپړه توګه د خپل اجنډا کنټرول لري."

د ترهګرې ډلې منحل کېدل

PKK، چې د تورکیې لپاره د یو لوی امنیتي ګواښ په توګه ګڼل کېده، اعلان وکړ چې ځان منحل کوي او وسلې کېږدي.

په تېرو ۴۰ کلونو کې، دې ترهګرې ډلې د زرګونو ماشومانو، ښځو او نارینه وو د مرګ مسؤلیت په غاړه درلود.

PKK د تورکیې، اروپایي اتحادیې، متحده ایالاتو، ناټو او د نړۍ د څو نورو هیوادونو لخوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې ده.

دا ترهګره ډله، چې د لسیزو وینې تویولو او تاوتریخوالي مسؤله ده، اعلان وکړ چې د مې له ۵مې څخه تر ۷مې پورې په شمالي عراق کې د یوه کانګرس وروسته ځان منحل کوي او وسلې کېږدي.

د تورکیې حکومت د اوږدې مودې لپاره PKK او د هغې تړاوونه د ملي امنیت او سیمه ییز ثبات لپاره لومړنی ګواښ ګڼلی دی.

انقره په دوامداره توګه ټینګار کړی چې هیڅ ترهګره ډله د ترکیې په پولو کې یا شاوخوا کې ځای نه لري، او یوازینۍ د منلو وړ پایله د ترهګرۍ فعالیتونو بشپړ له منځه وړل دي چې د بې قید او شرط بې وسلې کولو او منحل کېدو له لارې ترلاسه شي.

پداسې حال کې چې دا پرمختګ ممکن د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې یو مهم پړاو وي، تورکیه لا هم محتاطه ده. چارواکي ټینګار کوي چې اصلي ازموینه په عملي کولو کې ده: د وسله وال فعالیت دایمي پای او د ترهګرۍ د زیربناوو د تصدیق وړ له منځه وړل.

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us